-
په افغانستان کې د تسنیم خبري آژانس عکاس خوشي شوی
Aug 26, 2023 09:33د طالبانو مرستیال ویاند په افغانستان کې د تسنیم خبري آژانس د عکاس د خوشې کېدو خبر ورکړی.
-
ننګرهار کې د هوسا ولس او مسئول نظام تر نامه لاندې ستره ولسي غونډه ترسره شوه
Aug 25, 2023 04:02چارواکي وایي چې دا لومړی ځل دی چې حکومت او ولس یو بل ته مخامخ کښیني او خپلې ستونزې او حل لارې شریکوي. نور حال زمو د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
افغانستان د آسیا والیبال سیالیو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه
Aug 25, 2023 02:00د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د آسیا فوټبال سیالیو په ترڅ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
-
که بودیجه ترلاسه نه کړو۸۷۵ زره ماشومان به پرخوارځواکۍ اخته شي
Aug 25, 2023 01:44د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وایي، چې که د خوارځواکۍ د مخنوي لپاره په افغانستان کې لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي ۸۷۵ زره ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.
-
ګاونډیان دې له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي
Aug 25, 2023 01:21د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د وږي په دویمه، په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره یې پر وړاندې نه کارېږي، خو زیاتوي چې ګاونډیان دې هم له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي.
-
د ناچاوده ماینونو ۸۵ سلنه قربانیان افغان ماشومان دي
Aug 25, 2023 01:05د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونیسف وايي، چې په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودو له امله ۸۵ قربانیان ماشومان دي.
-
د کابل پولیسو د ځوانې افغان یوټیوبرې حورا سادات وژل کېدل تایید کړل
Aug 24, 2023 13:42د کندز ولایت اوسېدونکې او ځوانه یوټیوبره حورا سادات، چې په بېلابېلو یوټیوب چینلونو کې یې کار کولو په مرموز ډول په کابل کې وژل شوې ده.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تسنیم د عکاس آزادي په جدي توګه تعقیبوي
Aug 23, 2023 10:49د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د طالبانو له خوا د تسنیم خبري آژانس د عکاس د نیول کېدو په اړه اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت د هغه د خلاصون په اړه جدي اقدام کوي.
-
په ننګرهار کې د پاکو اوبو د کمښت ستونزه ډېره شوې
Aug 23, 2023 12:17په جلال آباد کې د پاکو اوبو کمښت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او دوی د حکومت له لوري دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
په درېیو هېوادونو کې د کډوالو لپاره د پاسپورتونو د وېش بهیر پیل شوی
Aug 23, 2023 10:03د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په درېیو هېوادونو (ایران، ترکیې او پاکستان) کې یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.