په افغانستان کې د تسنیم خبري آژانس عکاس خوشي شوی
Aug 26, 2023 09:33 Asia/Kabul
د طالبانو مرستیال ویاند په افغانستان کې د تسنیم خبري آژانس د عکاس د خوشې کېدو خبر ورکړی.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي چې محمد حسین ولایتي د تسنیم خبري آژانس عکس اخیستونکی خوشي کړی او په کابل کې د ایران سفارت ته یې سپارلی دی.
د تسنیم خبري آژانس عکس اخیستونکی "محمد حسین ولایتي" تېره شنبه په داسې حال کې چې په یوه غیر کاري سفر په قانوني او د هوايي پولې له لارې افغانستان ته داخل شوی وو او لس ورځې په کابل کې وو، د بېرته ستنېدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې له کوم وضاحت پرته ونیول شو.
ټیګونه