-
کونړ کې په تېرو ۴ میاشتو کې د پاسپورتونو د وېش له درکه څه باندې ۹ میلیونه عواید ترلاسه شوي، نور حال زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 08, 2023 02:00د چارواکو په وینا، د پخوا په پرتله خلکو ته د پاسپورت په وېش کې ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته شوي دي.
-
امریکا کې ګڼو فعالانو د یوه افغان د وژنې په تړاو د انصاف غوښتنه کړې
Jul 08, 2023 02:29په واشنګټن ډي سي کې د نصرت احمدیار په نوم افغان چې دوه کاله مخکې امریکا ته کډه شوی وو، د لیفت په نوم شرکت لپاره یې ټکسي چلوله، د دوشنبې سهار وختي د څلورو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
-
کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر سولې او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې
Jul 08, 2023 02:10د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره د نجونو او ښځو د زده کړو او کار ترڅنګ، په افغانستان کې پر دایمي سولې او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې دي.
-
په افغانستان کې د القاعدې په اړه د بایډن څرګندونې ظالمانه او له واقعیت څخه لرې دي
Jul 08, 2023 01:46د طالبانو په مرسته په افغانستان کې د القاعدې د ځپلو په اړه د بایډن له څرګندونو یوه اونۍ وروسته، د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټه وایي چې د بایډن څرګندونې له حقیقته لرې دي.
-
جاپان د افغان ماشومانو د زده کړې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه
Jul 08, 2023 01:33د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې د جاپان حکومت له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
-
تېرکال ۶ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده
Jul 08, 2023 01:24د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست چارواکي وایي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې افغانستان ته ۶زره بهرني سيلانيان راغلي وو، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده.
-
کندوز کې د یوې میاشتې پرمهال څه باندې ۵ زره کسان پر ساري ناروغیو اخته شوي
Jul 08, 2023 01:13د افغانستان د کندوز ولایت د ساري ناروغیو او کوویډ۱۹- پنځوس بستریز روغتون سرطبیب قیامالدین ساپی وايي چې د تودوخې زیاتېدو له امله یې تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵۰۰۰ ناروغان بستر کړي دي.
-
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ پر ستراتیژیک چوکاټ نیوکه شوې، په اړه یې زموږ د همکار راپور واورئ
Jul 04, 2023 10:02په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګۍ د افغانستان لپاره ستراتېژیک چوکاټ جوړ کړی خو پر دغه چوکاټ نیوکې هم شوي. د یوناما له لوري په دې ستراتېژیک چوکاټ کې له افغانانو د ملاتړ په برخه کې له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ملګرو ملتونو لومړیتوبونه په ګوته شوي.
-
د افغانستان په سویل کې د انسان تښتوونکو ډله نیول شوې، بشپړ معلومات په راپور کې واورئ
Jul 04, 2023 09:25راپورونه وایي چې د افغانستان په سویل هلمند کې د دې ولایت د امنیتي چارواکو له خوا څخه د انسان تښتوونکو یوه (۷) کسیزه ډله نیول شوې.
-
د شانګهای سازمان، د همکاریو د پراختیا په برخه کې لوړ مقام لري
Jul 04, 2023 12:36د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د شانګهای د ملګرتیاوو د سازمان مقام، د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ملګرتیاوو د پراختیا په برخه کې مهم وباله.