تېرکال ۶ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده
Jul 08, 2023 01:24 Asia/Kabul
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست چارواکي وایي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې افغانستان ته ۶زره بهرني سيلانيان راغلي وو، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده.
د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مشر سيدمحمد سعید ویلي چې دغه سیلانیان د بېلابېلو هېوادونو اړوند وګړي وو، چې تېر کال افغانستان ته په چکر راغلي وو. د نوموړي په وینا، سږ کال د بهرنیو سیلانیانو د جذبولو لپاره یې هڅې پیل کړي او تمه لري چې روان کال به لسزره بهرني سيلانيان هېواد ته راشي.
د نوموړي زیاتوي، چې د یادو اسانتیاوو برابرولو لپاره د مالیې وزارت له لوري دوی ته بودیجه هم ورکړل شوې او په دې اړه یې د یادو سیمو ارزونې هم پیل کړي دي.
ټیګونه