-
طالبانو د نشه یي توکو کښت او تولید پرخلاف د بدیل معیشت پنځه کلنه کړنلاره وړاندې کړه
Nov 26, 2025 11:46د چارواکو په وینا په دې کړنلاره کې له کروندو ګرو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې اواسانتیاوې رامنځته کول شامل دي.
-
د خراسان رضوي یو پلاوی د ټرانسپورټي او سوداګریزو موضوعاتو د ارزونې لپاره هرات ته ولاړ
Nov 26, 2025 09:36د ایران په شمال ختیځ کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ رییس وویل: د اقتصاد او سوداګرۍ لوړپوړی پلاوی چې مشري یې د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري کوي، نن چهارشنبه د ټرانسپورټ او تجارت په برخه کې د دوهاړخیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه د افغانستان هرات ته سفر وکړ.
-
مسکو کې افغان سفیر د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره کتلي
Nov 26, 2025 08:35په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن “حسن” د شانګهای همکاریو سازمان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره کتلي دي.
-
تېره میاشت نږدې ۱۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې
Nov 26, 2025 08:29د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په تېره لړم میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره ۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ کړی دی.
-
د پاکستان د لارو له بندېدو سره د افغانستان صادرات ډېر شوي
Nov 24, 2025 03:36د نړېوال بانک راپور وايي چې د پاکستان له لورې له افغانستان سره د لارو له بندېدو سره سره، د افغانستان صادرات د اکتوبر په میاشت کې د تېرې میاشتې پرتله ۱۳ سلنه او د تېر کال په پرتله ۳.۷ سلنه لوړ شوي دي.
-
۷ میاشتو کې د افغانستان او هند سوداګري ۵۲۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې
Nov 24, 2025 02:57د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، په تېرو ۷ مياشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۵۲۵ ميليونه ډالرو رسېدلې ده.
-
د پکتیا ملي ټلویزیون انځوریز نشرات بند، خو په راډیویي بڼه به فعالیت ولري
Nov 24, 2025 02:43د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د ګردیز ملي ټلویزیون خپرونې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله ودرېدې.
-
کابل او ډیلی: د چابهار بندر او هوايي دهلېز د اقتصادي ملګرتیاؤ لپاره حیاتي پل ګڼي
Nov 23, 2025 01:19پارس تودي – په قرغیزستان کې د افغانستان او هند سفیرانو د د ایران د چابهار بندر او هوايي کریډور سټراتیژیک اهمیت د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.
-
د پاکستان په بنو کې د امن کمیټې په دفتر برید؛ ۷ کسان وژل شوي
Nov 21, 2025 09:59له دې سره په یووخت راپورونه ښئ چې د پاکستان د پنجاب صوبې په فیصل آباد کې هم په یوې کارخانې کې دکیمیکل موادو په برخې کې زورور اور لګیدلی چې له امله ئې تر وروستیو راپورونو په اساس اولس کسان وژل شوي دي او دغه راز یو شمیر نوره هم پکې ټپیان شوي دي. په راپور کې دا هم وئيل شوي چې د ستر اور له امله په لکونو روپیو تاوانونه اوښتي او ودانئ هم په بشپړ ډول تباه شوې ده . پولیسو په دې اړه هم پلټنې پیل کړي دي .
-
حامد کرزي یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي
Nov 21, 2025 02:48د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستو ته اجازه ورکړي.