افغانستان ته د اوزبیکستان صادرات ۴۰سلنه زیات شوي
د اوزبیکستان د احصایې ملي کمېټې په تازه راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۲۴ کال کې ۹۲۱ میلیونه ډالره وه.
په راپور کې راغلي چې د اوزبیکستان صادرات افغانستان ته په روان کال کې د تېرکال په پرتله تر ۴۰ سلنه زیات شوي او افغانستان د اوزبیکستان په صادراتو کې له پنځم مقام څخه درېیم مقام ته پورته شوی دی.
د راپور له مخې، برښنا، خوراکي توکي، درمل، ودانیز مواد او صنعتي تجهیزات د اوزبیکستان مهم صادراتي توکي وو چې په ۲۰۲۵کال کې افغانستان ته صادر شوي دي. د اوزبیکستان د صادراتو کچه د ۲۰۲۵کال له جنورۍ څخه تر نوامبر پورې ۳۰.۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې روسیه (۴ میلیارده ډالر)، چین (۱.۹ میلیارده ډالر) او افغانستان (۱.۳ میلیارده ډالر) یې مهم هدفونه وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان د سوداګرۍ لارو بدلون په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې، د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو اصلي لامل دی.
د وزارت په وینا، تېل، ګاز، غنم، اوړه، ودانیز توکي او برښنا د افغانستان مهم وارداتي توکي دي چې په روان کال کې له منځنۍ اسیا او روسیې څخه وارد شوي دي. برعکس، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، تازه او وچې مېوې د افغانستان مهم صادراتي توکي دي چې نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
همدارنګه، د اوزبیکستان د احصایې ملي کمیټې د اعلان له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ نه تر اکتوبر پورې ۳۳۹زره او ۵۰۰ افغانان د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره اوزبیکستان ته تللي دي.