-
د افغانستان او پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ کې ۷۸سلنه زیاتوالی راغلی
Aug 25, 2025 12:29د پاکستانۍ رسنیو په حواله، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي سوداګرۍ د پخوا پرتله ډېره وده کړې ده. د افغانستان د ټرانزیټ ارزښت په جولای میاشت کې څه باندې سل میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په جون کې څه باندې ۶۰میلیونه ډالره وو.
-
په افغانستان کې د متقاعدینو د تقاعد ورکړه بېرته پیل شوه
Aug 25, 2025 10:24د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي، چې متقاعدينو ته د تقاعد د ورکړې لړۍ بېرته پيل شوه.
-
افغان طالبانو د زړو قرآنکریمونو او دیني کتابونو راټولول پیل کړل
Aug 25, 2025 09:20د افغان طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول افغانستان کې د زړو قرآنکریمونو، سپارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل شوې.
-
په بلخ او بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان مړه شوي
Aug 25, 2025 08:51په بلخ او بدخشان ولایتونو کې طالب چارواکو د دوو ترافیکي پېښو خبر ورکړی، چې له امله یې شپږ کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.
-
په افغانستان کې دداعش او ټي ټي پي شتون د پاکستان لپاره ګواښ دی
Aug 22, 2025 10:05په ملګرو ملتو کې د پاکستان استازي په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې د داعش او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون د دغه هېواد د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
-
ننګرهار کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو په قتل تورن کسان ونیول شول
Aug 22, 2025 02:22په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي چې، د یوې کورنۍ د ټولو غړو د قتل عاملان یې نیولي دي.
-
طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د امنیت شورا ادعا رد کړه
Aug 22, 2025 02:06د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې رد کړې. هغه وویل، په اوس وخت کې هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې نشته.
-
له زابل څخه سږ کال شاوخوا ۷۰۰ ټنه کشته ترکیې ته صادره شوې
Aug 22, 2025 01:58د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال د دغه ولایت شاوخوا ۷۰۰ ټنه اشتغ او کشته ترکیې ته صادره شوې ده.
-
ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا د نوي شارژدافیر په توګه وګومارل شو
Aug 22, 2025 01:47د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې له دوحې فعالیت کوي، ډان براون د دغه سفارت د نوي شارژدافیر په توګه ټاکلی دی.
-
د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
Aug 21, 2025 01:54د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال، اسحاق ډار سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سترو پروژو تر څنګ د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.