-
په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخېزه ناسته ترسره شوه
Aug 21, 2025 01:44د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ شپږمه ناسته ترسره شوه.
-
د هرات ـ کابل پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې د مړو شمېر ۷۹ ته ورسېد
Aug 21, 2025 01:38د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د هرات ـ کابل پر لویه لار د تېرې سه شنبې شپې د خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله ۷۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
-
اوسنی افغانستان په بشپړه توګه اسلامی ،خپلواک او آزاد دی
Aug 20, 2025 01:58فصیحالدین فطرت پرون د انګلستان له سلطې څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مراسمو کې ووئيل؛ دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک دی.
-
حامدکرزي د خپلواکۍ په مناسبت پیغام کې پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی
Aug 19, 2025 11:00د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي بیان کې افغانانو ته پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی دی.
-
افغانستان ۱۰۶ کاله پخوا په همدې ورځ له انګریزانو خپلواکي ترلاسه کړه
Aug 19, 2025 10:46د ۱۲۹۸ لمریز کال (د زمري په ۲۸مه نېټه) د افغانستان پاچا امان الله خان له انګریزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت لهخوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه نېټه) په پرتمین جشن نمانځل کېږي.
-
د چین، پاکستان او طالبانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي
Aug 19, 2025 10:21ځینې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اسلاماباد، بېجینګ او افغان طالبانو ترمنځ درېاړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي.
-
ننګرهارکې لسګونه روږدې کسان راټول او د درملنې په موخه کابل ته واستول شول
Aug 19, 2025 10:12پارس ټوډې - د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې ادارې کارکوونکو د جلال اباد ښار له بیلابیلو سیموڅخه ۱۱۲ تنه پر نشه یي روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه په پلازمینه کابل کې امید روغتون ته واستول.
-
په غزه کې یو بل فلسطیني خبریال هم په شهادت ورسېد
Aug 19, 2025 09:45پارس ټوډې- فلسطیني خبریال اسلام الکومي د صهیونیسټي رژیم د پوځ په برید کې په شهادت ورسېد.
-
د افغان سرې میاشتې ټولنه د راستنېدونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ
Aug 18, 2025 02:59د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دې ټولنې عمومي رییس د نړیوال فدراسیون د آسیا-پاسیفیک سیمې له مشر او په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر سره په یوه آنلاین غونډه کې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ.
-
د ایران په اړه د لوېدیځ اصلي اهداف څه دي؟
Jul 30, 2025 10:30پارس ټوډی - بهرنیو رسنیو د ایران د اسلامي انقلاب د مشر نوو ویناوو په انعکاس سره، د هغه د خبرو هغې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې چې ټینګار یې کړی: «هستهيي پروګرام، غني کول او بشري حقونه بهانې دي، او هغه څه چې دوی یې غواړي ستاسو دین او علم دی.»