افغان طالبانو ۲۹ کاله پخوا په همدې ورځ کابل ونیولو
له نن څخه ۲۹ کاله پخوا د ۱۹۹۶ د سپټمبر په ۲۷مه افغان طالبانو د کابل په لمنو کې له یوې نسبتاً اوږدې جګړې وروسته دا ښار د ختیځ له لوري ونیولو.
افغان طالبانو او د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې ځواکونو د چاراسیاب په جبهه کې ډېرې جګړې وکړې، خو هېڅ خوا د بلې په تمبولو نه بریالۍ کېده، تر دې چې افغان طالبانو ننګرهار، لغمان او نورستان ونیولو او د سروبي له لارې په اسانه کابل ته ننوتل.
کابل ته د افغان طالبانو د ننوتو ساعتونه لا نه وو پوره شوي چې یو شمېر وسله وال په پلازمېنه کې د ملګروملتونو دفتر ته په زور ننوتل او پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله او د هغه ورور یې ورڅخه وایستل او له ډېرې شکنجې وروسته یې په دار وځړول.
افغان طالبانو د کابل تر نیولو مخکې زورواکان بې وسلې کول، غلا او لوټ یې له منځه ووړ او له خلکو سره یې ښه چلند کاوه خو په کابل کې د دوی چلند ډېر متفاوت وو، یا لږترلږه نړیوالو او رسنیو ته د دوی اقدامات څرګند نه وو.
د تعلیم په تیره بیا د نجونو د تعلیم موضوع اصلاً مطرح نه وه. موسیقي، هنر او حتي عکس، فلم او ویډیو حرام اعلان شول، ګڼ شمېر تاریخي آثار لکه د بامیان د بودا مجسمې ویجاړې کړای شوې.
خو له دې ټولو ناخوالو سره، د تنظیمونو په خپلمنځي جګړو کې نه یوازې د کابل شاوخوا ۸۰ زره ښاریان ووژل بلکې د ښار لویه برخه یې په کنډوالو بدله کړه.