په کابل کې د کرنې وزارت ۳۳م نندارتون پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165380-په_کابل_کې_د_کرنې_وزارت_۳۳م_نندارتون_پرانیستل_شو
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو  ۳۳م نندارتون د کورنیو او بهرنیو چارواکو په حضور سره د کابل ښار په بادام باغ کې پرانیستل شو.
(last modified 2025-10-02T21:11:40+00:00 )
Oct 03, 2025 01:37 Asia/Kabul
  • په کابل کې د کرنې وزارت ۳۳م نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو  ۳۳م نندارتون د کورنیو او بهرنیو چارواکو په حضور سره د کابل ښار په بادام باغ کې پرانیستل شو.

په دغو مراسموکې کې په کابل کې د ايران اسلامي جمهوريت سفارت سرپرست عليرضا بېګدلي، د ازبکستان استازي او يو شمېر چارواکو برخه اخيستې وه.

مراسمو ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاء الله عمري وويل، افغانستان د سيمې په کچه د کرنيزو محصولاتو د کيفيت له پلوه ځانګړې ځای لري.

هغه زياته کړه، هڅه کوي چې بزګرانو ته د اسانتياوو د رامنځته کېدو، د دوی د حاصلاتو د ساتنې او بازار موندنې په موخه د هېواد په ټولو ولايتونو کې سړې خونې جوړې کړي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدراعظم عثماني، له پانګوالو وغوښتل، چې له فرصت څخه په ګټې اخیستنې د کرنې او مالدرۍ سکټور کې پانګونه وکړي.

همداراز د اوبو او برېښنا وزير عبدالطيف منصور په دغو مراسموکې وویل چې د کرنيزو محصولاتو د پياوړتيا او حاصلاتو د ډيرېت لپاره په معياري ډول د ابو لګول اړين دي. هغه له کروندګرو او عامو خلکو وغوښتل چې د ځمکې لاندې اوبو ساتنې لپاره جدي پاملرنه وکړي او د اوبو د بېځايه مصرف مخه ونيسي.

ورته مهال بزګران او سوداګر چې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو دغه نندارتون ته ورغلي، د‌ کورنيو تولیداتو د ودې په برخه کې دا ډول نندارتونونه ګټور بولي. دوی له چارواکو غواړي چې د کرنې سيستم عصري کولو ، د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې هڅې وکړي.

یاد نندارتون چې د څلور ورځو لپاره به دوام ولري  پکې د بېلابېلو سکتورونو تر څنګ، د کوچیانو مالداري محصولات او لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شوي دي.  د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د لاسي صنایعو ورته نندارتونونه پرانیستل شوي وو.