-
د روسیې د سوداګریز مرکز رییس: د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه لغوه شي
Jun 02, 2026 15:08افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس وړاندیز کړی چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه په بشپړه توګه لغوه شي.
-
اروپايي ټولنې پاکستان ته: افغانستان سره د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي بریدونه
Jun 02, 2026 15:02په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اونیو نښتې "جدي بشري پایلې لري او بي ثباتي او افراطیت ته لمن وهي."
-
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوې مهمې غونډې ترسره کېږي
Jun 02, 2026 06:34د ملګرو ملتو امنیت شورا به په روانې میاشت کې د افغانستان د وضعیت او د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه دوې مهمې غونډې ترسره کړي.
-
د افغان طالبانومشر پر ټي ټي پي غږ کړی په پاکستان کې دې عملیات ودروي
Jun 01, 2026 14:16د پاکستان مطبوعاتو ادعا کړې چې د افغانستان د طالبانو مشر له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غوښتي چې په پاکستان کې دې خپل بریدونه ودروي.
-
له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره د افغانستان دروازې لا هم پرانیستې دي
Jun 01, 2026 14:10د افغانستان د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال ویلي چې کابل غواړي له اسلامآباد سره اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
-
د طالبانو قونسل د خراسان رضوي له والي سره د افغان کډوالو او ټرانزیټي ستونزو په اړه خبرې کړي
May 31, 2026 15:01د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي چې د ایران لپاره د طالبانو جنرال قونسل نورمحمد متوکل د خراسان رضوي له والي غلامحسین مظفري سره د افغان کډوالو، ټرانزیټي ستونزو، د افغان بندیانو د لېږد او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
-
د روغتیا نړیوال سازمان: له تنباکو د افغانانو ژغورل یو ګډ مسئولیت دی
May 31, 2026 14:37په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان، «د تنباکو د نه کارولو نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د تنباکو له کارولو د افغانستان د خلکو ژغورل او خوندیتوب یو ګډ مسئولیت دی.
-
د فارماسینټس په نامه روسي شرکت افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي
May 31, 2026 14:26د درمل جوړونې فارماسینټس شرکت اعلان کړی چې سږ کال به افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي.
-
د کابل او اسلامآباد د غیررسمي خبرو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره کېږي
May 31, 2026 14:10یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې، ټاکل شوې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې وشي.
-
څلور تنه کورني سیلانیان په نورستان ولایت کې د ترافیکي پیښې له امله په سیند کې دوب شول
May 30, 2026 14:58د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم وایي، پیښه تیره شپه خواوشاه لس بجې هغه مهال د دې ولایت مرکز پارون ښار ته نږدې د ځنګل پوستې په سیمه کې رامنځته شوه چې یو مساپر وړونکی موټر د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له خپل مسیره بې لارې او سیند ته ولوید.