د فارماسینټس په نامه روسي شرکت افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173596-د_فارماسینټس_په_نامه_روسي_شرکت_افغانستان_ته_د_درملو_صادرات_پیلوي
د درمل جوړونې فارماسینټس شرکت اعلان کړی چې سږ کال به افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي.  
(last modified 2026-05-31T09:58:58+00:00 )
May 31, 2026 14:26 Asia/Kabul
  • د فارماسینټس په نامه روسي شرکت افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

د درمل جوړونې فارماسینټس شرکت اعلان کړی چې سږ کال به افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي.  

د دغه شرکت چارواکو ویلي چې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د یوې هوکړې له رسېدو وروسته، د درملو د لومړۍ بار وړلو د چمتو کولو پروسه پیل شوې او ټاکل شوې ده چې بار وړل به په راتلونکو دوو میاشتو کې افغان بازار ته داخل شي.

د شرکت د سوداګریزو چارو مرستیالې نیکیتا پونیا د افغانستان په بازار کې اړتیا ته اشاره وکړه او دا هېواد یې د فارماسینټس د سیمه‌ییزو فعالیتونو د پراختیا لپاره یو له مهمو بازارونو څخه وګاڼه او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ د درملو همکاري به پراخه شي.

فارماسینټس اوس مهال د سوریې، میانمار او ډومینیکن جمهوریت په ګډ‌ون ۱۳ هېوادونو ته درمل صادروي او پلان لري چې په ۲۰۲۶ کې د افغانستان، ونزویلا، ویتنام، مراکش، بوسنیا او هرزیګوینا، اکوادور او مالي په ګډون، د صادراتو لېست ته نوي بازارونه اضافه کړي.

دا شرکت له ۳۰۰ څخه زیات ډوله درمل او له ۶۰ څخه زیات درمل جوړوونکي خام مواد تولیدوي، چې له ۸۰ سلنې څخه زیات یې د حیاتي او اړینو درملو په لېست کې شامل دي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان د درملو بازار په وروستیو میاشتو کې له جدي ننګونو سره مخ دی.