-
طالبان به تر هغه په رسمیت ونه پېژنو، چې خپلې ژمنې عملي کړې نه وي
Feb 13, 2024 10:21د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، چې د طالبانو حکومت خپل مسئولیت نه دي ادا کړي او تر هغه به په رسمیت ونه پېژندل شي، چې دا کار یې نه وي کړی.
-
د صهیونسټي رژیم درې نور پوځیان په هلاکت ورسېدل
Feb 13, 2024 09:27د اسرائیلي پوځ نن سه شنبې خبر ورکړی، چې تازه یې د غزې په جګړه کې درې پوځیان په هلاکت رسېدلي او دوه نور ټپیان شوي دي.
-
په غزه کې جګړې او په سور سمندر کې بریدونو د نړۍ اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی
Feb 13, 2024 09:10د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې په غزه کې جګړه او په سور سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه، نړیوال اقتصاد ته ګواښ پېښوي.
-
د صهیونیسټي رژيم له لوري د حزب الله پنځه مبارزین په شهادت ورسېدل
Feb 13, 2024 08:11د حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ نن سهار اعلان وکړ چې د دغه غورځنګ پنځه تنه مبارزین د قدس په لاره او د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ کې شهیدان شول.
-
له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وتلو په اړه خبرې بیا پيل شوې
Feb 12, 2024 02:11د عراق حکومت دسلواغلې په ۲۲مه وویل چې له امریکا سره یې په دې هېواد کې د ائتلافي ځواکونو د راتلونکې په اړه خبرې بیا پیل کړي او هیله یې څرګنده کړې چې ژر ترژره به یوې نتیجې ته سره ورسېږي.
-
د پاکستان د ټاکنو په اړه امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې اندېښنه ښودلې
Feb 11, 2024 02:59امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې په جلا جلا توګه د پاکستان د پنجشنبې ورځې د ټاکنو د بهير په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بې نظمۍ د رپوټونو د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.
-
په امریکا کې د یوې الوتکې نسکورېدو له امله دوه کسان وژل شوي
Feb 11, 2024 02:49د امریکا په فلوریدا ایالت کې د یوې کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
له افغانستان څخه وتنه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه ده
Feb 11, 2024 02:17د امریکا پخواني ولسمشر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپالو ګوند یو نوماند ډونالډ ټرمپ، له افغانستان څخه وتنه د دغه هېواد په تاریخ کې یوه «شرموونکې» شېبه بللې ده.
-
ا مریکا او بریتانیا بیا دی من په الحدیده بریدونه کړي دي
Feb 10, 2024 03:57د امریکا او بریتانیا جنګی ا لوتکو یوځل بیا د یمن په لویدیځ کې د الحدیده ولایت په ځینو سیمو هوائي حملې کړي او یو لړ تاوانونه ئې اړولی دي .
-
په انسټګرام کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پاڼې بندې شوې
Feb 09, 2024 11:23تېره شپه میټا کمپنۍ په انسټګرام کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر اړوند کاروونکي اکاونټونه حذف کړل.