د صهیونسټي رژیم درې نور پوځیان په هلاکت ورسېدل
Feb 13, 2024 09:27 Asia/Kabul
د اسرائیلي پوځ نن سه شنبې خبر ورکړی، چې تازه یې د غزې په جګړه کې درې پوځیان په هلاکت رسېدلي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دغو سرتېرو عمرونه ۲۷، ۳۰ او ۳۶ کلن ښودل شوي او د پوځ ۶۳۰ کنډک کې یې دنده ترسره کوله.
د رسمي شمېر له مخې، له فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ جګړه کې په تېرو څلورمیاشتو کې، ۲۲۷ تنه اسرائیلي پوځیان په هلاکت رسېدلي او سلګونه نور ټپیان دي، خو غزه کې د جګړې پېچلتیا او د فلسطیني جهادي ډلو بریدونو ته په کتو، دغه شمېره د منلو نه ده او ممکن دغې جګړه کې تر دا مهاله زرګونه اسرائیلي سرتېري په هلاکت رسېدلي او ټپیان شوي وي.
دا په داسې حال کې ده، چې صهیونسټي پوځ تازه له وړمې ورځې راهیسې د غزې پر رفح ښار چې له مصر سره پر پوله پروت دی، بریدونه پیل کړي او ګڼشمېر ملکي وګړي یې په شهادت رسېدلي دي.
ټیګونه