-
پزشکیان: مذاکره کوونکي به د ایران له عزت او سرلوړۍ هېڅکله تېر نه شي
May 25, 2026 11:54پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: مذاکره کوونکي به هېڅکله د ایران له عزت او سرلوړۍ څخه تېر نه شي.
-
شیخ نعیم قاسم: ایران د آیت الله سید مجتبی خامنهيي تر رهبرۍ لاندې وتوانېد امریکا او اسرائیل خوار او ذلیل کړي
May 25, 2026 11:44پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله غورځنګ سرمنشي د «مقاومت او د لبنان د جنوب د آزادۍ اختر» د کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د آیت الله سید مجتبی خامنهيي تر رهبرۍ لاندې وتوانېد امریکا او اسرائیل خوار او ذلیل کړي.
-
البرادعي: لیونی ټرمپ پر ایران له جګړې څخه د وتلو لارې په لټه کې دی
May 25, 2026 11:36پارس ټوډې – د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخواني مشر اعلان وکړ: لیوني ټرمپ د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړه او اوس له دې جګړې څخه د وتلو لارې په لټه کې دی.
-
اولیانوف؛د ایران د ایټمی پروګرام له مینځه وړل د این پي ټي خلاف دي
May 25, 2026 11:28پارس ټوډې- په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي نماینده میخائيل اولیانوف د ټرمپ او نتنیاهو په دریځونو باندې په کنایه ډوله غبرګون کې کې ټينګار وکړ د ایران د ایټمي پروګرام له مینځّه وړل د این پي ټي تړون په خلاف دي.
-
جنرال محسن رضايي: امریکا همدا اوس له یوه بندون سره مخامخ ده
May 25, 2026 03:42پارس ټوډې – د اته کلنې سپیڅلي دفاع په پړاو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پخواني قومندان جنرال محسن رضايي وویل: امریکا همدا اوس له یوه بندون سره مخ ده.
-
ایران د پاکستان د کویټه ځان وژونکې او ترهګره حمله په کلکه وغندله
May 25, 2026 05:52زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیري مقدم» وویل چې زه د کویټه د پرون ورځې ځان وژونکې ترهګره حمله په کلکه غندم.
-
د پوځي مهماتو کمښت په ایران باندې د بیا حملې د نه کولو په فیصلې کښې د ټرامپ د محاسباتو یوه برخه وه
May 25, 2026 05:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «الجزیرې» ټیلي ويژن په یوه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د پوځي تیریو په بهیر کښې څه د پاسه دوه سوه تاډ توغندي، څه د پاسه سل اسټینډرډ ۳ ډوله او ۶ ډوله توغندي د صهیونیسټ رژیم د حفاظت لپاره توغولي دي ټینګار وکړ
-
په ایران باندې د اسرائیلو رژیم په تیري کښې یو ګډون کونکی پایلوټ هلاک شو
May 25, 2026 05:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو راپور ورکړ چې په ایران باندې د صهیونیسټ رژیم په وروستیو پوځي تیریو کښې یو ګډون کونکی پایلوټ«یوفال عنبر» د یوې سپکې الوتکې د نسکوریدا په پیښه کښې وژل شوی دی.
-
د ایران پرضد جنګ له هماغه لومړیو څخه یوه ستره غلطۍ وه
May 25, 2026 04:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې یوه غړي سناتور «کریس ون هولن» په یو لړ څرګندونو کښې د ولسمشر ټرامپ په جنګ غواړو سیاستونو باندې نیوکې سره ټینګار وکړ: د ایران پرضد جنګ له هماغه لومړیو څخه یوه ستره غلطۍ وه.
-
په جنوبي کوریا کښې د غزې، د لبنان او د ایران پرضد د جنګونو د بندولو د غوښتنې لپاره مظاهرې وشوې
May 25, 2026 04:31ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جنوبي کوریا په پلازمینې سئول کښې پرون له فلسطین سره د پیوستون غونډه او مظاهرې وشوې او پکښې د فلسطین په لسګونو ملاتړو او فعالانو ګډون وکړ او د جنګ د ختمولو او په غزې ، لبنان او ایران باندې د تیریو د بندولو شعارونو یې ورکړل.