-
پاکستان: د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته ژمن یو
Oct 20, 2026 07:27د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، اسلاماباد د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
-
د ایران د هرمز تنګي د مدیریت اداره: تر اوسه د ۱۲۲ بېړیو سرغړونې ثبت شوې دي
Oct 20, 2026 06:45د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د هرمز تنګي د مدیریت ادارې په یوه اعلامیه کې د هرمز تنګي په اړوند د مقرراتو د سرغړوونکو بېړیو نوملړ تازه کړی دی.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت فرانسې، بلجیم او ایټالیا کې د وروستي وضعیت له امله خپلو وګړو ته د احتیاط خبرداری ورکړ
Oct 20, 2026 06:42د ایران د بهرنیو چارو وزارت په فرانسه، بلجیم او ایټالیا کې مېشتو ایراني وګړو ته د ناارامیو او د عامه نظم د ګډوډۍ د زیاتېدو له امله د احتیاط سپارښتنه کړې ده.
-
رضايي: د ایران او روسیې ستراتیژیکې همکارۍ به پراخې شي + ویډیو
Oct 20, 2026 06:32د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې، د ایران او روسیې د ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
پزشکیان: د ایران او روسیې اړیکې پراخوو
Oct 20, 2026 06:26د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا، د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا او د شویو هوکړو پر عملي کولو ټینګار وکړ.
-
ایران نن د یوه ستر ځواک په توګه راڅرګند شوی دی
Oct 20, 2026 05:33پارس ټوډی ـ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند ټینګار کړی چې دښمن په پیل کې فکر کاوه کولای شي ایران په څو ورځو کې تسلیمېدو ته اړ کړي، خو په عمل کې هغه څه پېښ شول چې د دښمن له خیالاتو او محاسبو سره په ټکر کې وو.
-
د روسیې لومړی وزیر: له ایران سره د اقتصادي همکاریو پراختیا د مسکو لومړیتوب دی
Oct 20, 2026 05:28پارس ټوډی ـ د روسیې لومړي وزیر د ایران د ولسمشر له لومړي مرستیال سره په لیدنه کې له تهران سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا د مسکو له لومړیتوبونو څخه بللې ده.
-
د معدې د سرطان د رامنځته کوونکې باکتریا د تشخیص لپاره د ایران نانوکټ تولید
Oct 19, 2026 15:23پارس تودی- یوه ایراني شرکت د جانبي جریان د تشخیصي ټکنالوژۍ په کارولو سره د هلیکوباکتر پیلوري باکتریا د انټيجن د پېژندنې لپاره نانوکټ تولید کړی دی، چې د غایطه موادو د نمونې د معاینې او د هلیکوباکتر پیلوري باکتریا د کیفي پېژندنې امکان برابروي.
-
د امریکا او اسرائیلو له لورې پر ایران د ۴۰ ورځني جنګ بشري او ټولنیزې پایلې باید وڅېړل شي
Oct 19, 2026 14:29ډاکتر سیدروحالله حسیني همدارنګه د جګړې انساني او ټولنیزو پایلو ته په اشارې، د ملکي وګړو پر ساتنې، د نړیوالو حقوقو پر رعایت او د نړیوالې ټولنې پر مسئولیت ټینګار کړی دی.
-
پزشکیان: د غېږنیونکو اتلولي د ایران د ورزش د ستر ظرفیت څرګندونه کوي
Oct 19, 2026 14:14پارس تودی- د ایران ولسمشر د امریکا په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ازادو غېږنیونو د ملي امید لوبډلې د ویاړمنې اتلولۍ مبارکي وویله او دا ستره لاسته راوړنه یې د ایران د ځوانانو د وړتیا، ارادې او شایستګۍ ځلانده بېلګه وبلله.