-
د عراق په نجف ښار کښې د اسلامي انقلاب د مشر د درنښت د دستورو ترسره کیدل
Jul 28, 2026 10:54پارس ټوډې- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید مشر حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د درنښت مراسم په تیرې دوشنبې شپې د حسیني اربعین د زیارتوالو ، د ایران او د عراق د حکومتي چارواکو او د یوشمیر علماو په پرتمینه ګډون سره د اسلام د عراق په نجف کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ځاې ناستي او د وصي حضرت علي علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې وشول.
-
غریبآبادي: ایران په خبرو اترو کې د امریکا طرحه د افراطي غوښتنو له امله رد کړه
Jul 28, 2026 05:54پارس ټوډی ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ویلي، په اسلاماباد کې د ایران او امریکا خبرې اترې د امریکا له داسې طرحې سره پیل شوې چې پکې افراطي غوښتنې شاملې وې، خو ایراني پلاوي دا طرحه په څرګند ډول رد کړه.
-
سردار طلایينیک: ایران د سیمې مخکښ ځواک او د نړیوالو قدرتونو سیال ګرځېدلی
Jul 28, 2026 05:49پارس ټوډی – د ایران د دفاع وزارت ویاند وایي، ایران د شهادتغوښتنې له روحيې، ولسي ملاتړ او پوځي پرمختګونو په یوځای کولو سره د سیمې مخکښ ځواک او په نړیواله کچه د سترو قدرتونو سیال ګرځېدلی دی.
-
د یمن پوځ د سعودي د نفتو د لېږد پر کرښو د بېپیلوټه الوتکو د برید خبر ورکړ
Jul 28, 2026 05:42پارس ټوډی ـ د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ویلي، د سعودي عربستان له ختیځ څخه د ینبع بندر پر لور د نفتو د لېږد پر کرښو یې د څو بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
-
د خاتمالانبیا قرارګاه: د ایران سمندري محاصره د جګړې پراختیا ګڼو
Jul 28, 2026 05:40د ایران د وسلهوالو ځواکونو د حضرت خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویلي، امریکا په تېرو درېیو ورځو کې د ایران د سمندري محاصرې د عملي کولو په موخه د دغه هېواد په ساحلي او ځمکنیو اوبو کې ایراني سوداګریزې بېړۍ او د نفتو ټانکرونه ګواښلي دي.
-
راپور: ایران د سایبري ځواک له پلوه د نړۍ لسم هېواد بلل شوی
Jul 28, 2026 05:31د ایران د احصایوي معلوماتو خپروونکې ادارې آمارفکت ویلي، ایران د سایبري ځواک له پلوه د نړۍ لسم مقام خپل کړی دی.
-
د ایران د روغتیا وزیر: د امریکا په وروستیو بریدونو کې ۶۰ کسان وژل شوي
Jul 28, 2026 05:30د ایران د روغتیا وزیر ویلي، د امریکا د وروستیو پوځي بریدونو پر مهال، چې د نوموړي په وینا له لسو تر دولسو ورځو یې دوام وکړ، ۶۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۷۰ نور ټپیان شوي دي.
-
عراقچي: د نړیوالې ټولنې چوپتیا د جرمونه د تکرار لامل ګرځي + ویډیو
Jul 28, 2026 05:17د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، که جرمونه د نړیوالې ټولنې له چوپتیا، ابهام او یا بېپروايۍ سره مخ شي، نو د بیا تکرار لپاره به په یوه بېلګه بدل شي.
-
کرملین: ایران خپلواک هېواد دی او له خپلو حقونو په قاطع ډول دفاع کوي
Jul 28, 2026 04:52د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، ایران یو خپلواک هېواد دی چې له خپلو حقونو په قاطع ډول دفاع کوي او د دې کار لپاره لازمې وړتیاوې لري.
-
په خزر سمندر کې هر ډول شرارت ته به د ایران ځواب پښېمانوونکی وي
Jul 27, 2026 16:42پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا د مجلس مرستیال ویلي، د اوکراین هغو ملاتړکوونکو ته خبرداری ورکوو چې د هغوی د استازو له لارې په سیمه او د خزر په سمندر کې هر ډول شرارت به د ایران د ستر ملت له پښېمانوونکي غبرګون سره مخ شي.