-
د اسلامي انقلاب رهبر: په دولس ورځنۍ جګړې کې د ایران د ملت اتحاد، دښمن ناامیده کړ
Sep 24, 2025 02:06پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر په خپلو ویناوو کې د دې په بیان سره چې د ایران د ملت د اتحاد په اړه زما لومړۍ خبره دا ده چې په دولس ورځنۍ جګړې کې د ایران د ملت اتحاد او یووالی دښمن ناامیده کړ، او زیاته یې کړه: دښمن د جګړې له منځنيو ورځو څخه پوه شو هغه هدف او مقصد ته به ونه رسېږي چې درلوده یې.
-
د ایران پر وړاندې د درې اروپايي هېوادونو د کړنو د پایلو په اړه د عراقچي خبرداری
Sep 24, 2025 02:04پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د فنلنډ د بهرنیو چارو له وزیرې سره په لیدنه کې، د اټومي موضوع په اړه د ایران د مسؤولانه چلند په بیانولو سره، د درې اروپايي هېوادونو له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لورې پر تهران د فشار اچولو د هر ډول کړنو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.
-
آلمان: درې اروپايي هېوادونه له ایران سره د ډیپلوماتیکو حللارو هرکلی کوي
Sep 24, 2025 02:02پارس ټوډې - د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د سهشنبې په ورځ ادعا وکړه چې درې اروپايي هېوادونه له تهران سره د ډیپلوماتیکو حللارو هرکلی کوي، خو په عین حال کې یې ادعا وکړه چې ایران باید مشخص ګامونه پورته کړي.
-
مهاجراني: ایران د خپل توغندیز ځواک په اړه له چا سره جوړجاړی نه کوي
Sep 24, 2025 02:00پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د دولت ویاندې وویل: موږ د خپل توغندیز ځواک لپاره نه له چا اجازه اخلو او نه به له یوه حده تېر شو، ځکه توغندي د ایران د امنیت یوه برخه ده.
-
امیرالبحر ایراني: دښمن د ترکيبي جګړې له لارې د نفوذ په لټه کې دی
Sep 24, 2025 01:59پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د سمندري ځواک قوماندان وویل: دښمنان د ترکيبي جګړې په کارولو سره، د رواني جګړې رامنځته کولو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نفوذ په لټه کې دي.
-
په غزه کې د صهیونیسټي پوځیانو د تلفاتو زیاتوالی
Sep 24, 2025 01:57پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم یوې شبکې اعلان وکړ چې د دې رژیم د پوځ د وژل شویو کسانو شمېر ۹۱۱ ته رسېدلی دی.
-
د امریکا ولسمشر ټرمپ د حقیقت غږ اورېدو ته نه پرې ږدي؛ سپینې ماڼۍ د ایران ولسمشر رسنیز ټیم ته ویزه ور نه کړه
Sep 23, 2025 10:40پارس ټوډی - د امریکا حکومت د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر د رسنیز او خبري ټیم زیاتره غړو ته د نیویارک سفر او د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د پوښښ لپاره ویزه نه ده ورکړې.
-
ایران؛ د بهرنیو پانګهوالو لپاره په تېلو او ګازو کې زړه راښکونکی هدف
Sep 23, 2025 11:07پارس ټوډی – د ایران د تېلو او ګازو صنعت د سترې زیرمې، ستراتېژیک موقعیت، دولتي تشویقي تګلارو او د بازار د ظرفیتونو په یو ځای کېدو سره، د نړیوالو پانګهوالو لپاره ځانګړې فرصتونه برابروي.
-
په نړۍ کې د ایران دوه میاشتني افتخارات؛ په ۱۰۰ ورځو کې ۱۰ اتلولۍ
Sep 23, 2025 10:54پارس توډی - د ایران د افتخارونو څپې له غیږ نیونې او کاراتې څخه تر نجوم او ټکنالوژۍ پورې ښيي چې ملت د فشارونو په وړاندې ولاړ دی او په نړیوالو لوړو پوړونو کې ځلېږي.
-
د ایران خارجه وزیر: اسراییل په نړۍ کې تر ټولو کرکجن رژیم دی / د بریکس د ځانګړو اقتصادي زونونو ډیجیټل نقشه جوړیږي
Sep 23, 2025 06:10پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیرجنایتکاره اسراییلي رژیم په سیمه او نړۍ کې تر ټولو منفور او له کرکې سره مخامخ رژیم وباله.