په غزه کې د صهیونیسټي پوځیانو د تلفاتو زیاتوالی
Sep 24, 2025 01:57 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم یوې شبکې اعلان وکړ چې د دې رژیم د پوځ د وژل شویو کسانو شمېر ۹۱۱ ته رسېدلی دی.
د صهیونیسټي رژیم ۱۲ ټلویزیون اعلان وکړ چې په غزې کې د جګړې له پیل راهیسې د دې رژیم د پوځ د وژل شویو کسانو شمېر، چې په رسمي توګه اعلان شوی، ۹۱۱ صهیونیسټانو ته رسېدلی دی. صهیونیسټي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه په غزه کې جګړه د حماس ډلې د لهمنځه وړلو او له دې سیمې څخه د صهیونیسټي اسیرانو د بېرته راګرځولو په دوو اصلي موخو پیل کړه، خو دا رژیم، سره له دې چې په خپلو موخو کې ناکام شو، تر اوسه یې د خپلو جنایاتو له امله یې په دې تړانګه کې له ۶۵ زرو څخه زیات شهیدان، زرګونه ټپیان او بېکوره کړل.
ټیګونه