-
ولایتي: د متحده ایالاتو او صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Jul 05, 2025 02:39پارس تودي - د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر د بهرنیو چارو سلاکار ډاکټر «علياکبر ولایتي» وايي: د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا مشر باید د خپلو قانوني او اخلاقي مسوولیتونو له مخې یرغلګر وپیژني او دوی ته سزا ورکړي ترڅو د ایران پر ضد د مادي او معنوي زیانونو د جبران لپاره اړ کړای شي.
-
اردوغان: د ایران، لبنان او سوریې پر ضد د اسرائیل بریدونه د فلسطین د راپرځولو موخه لري
Jul 05, 2025 02:28پارس تودي- د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» وایي، د صهیونیستي رژیم له خوا پر لبنان، سوریې او ایران بریدونه د «فلسطین د خلکو د راپرځولو» په موخه ترسره شوي دي.
-
د آیتالله خامنهای پر وړاندې ګواښ به د نړۍ د آزادي غوښتونکو له غبرګون سره مخ شي
Jul 04, 2025 12:18د پاکستان د جماعت اسلامي یوه لوړپوړي غړي معراجالهدي صدیقي د مهر خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «که چیرې د امام خامنهای د زیان رسولو لپاره کومه هڅه وشي، نه یوازې د پاکستان خلک، بلکې د نړۍ ټول آزادي غوښتونکي به یې ځواب ووايي.»
-
بقائي: غیر مستقیم تماسونه شته دي
Jul 04, 2025 12:15د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د اسکای نیوز شبکې سره په خبرو کې وویل، چې دیپلوماسي هیڅکله پای ته نه رسېږي او غیر مستقیم تماسونه شته دي.
-
په روسيې کې د ایران په کنسولګرۍ کې د اسرائیلي بریدونو د شهيدانو د یاد دفتر پرانیستل شو
Jul 04, 2025 12:14د ایران پر ضد د اسرائیلي رژیم د وروستیو بریدونو د مظلومو شهيدانو د یاد او درناوي په موخه، د روسيې په آستراخان کې د ایران د کنسولګرۍ په ودانۍ کې د یاد دفتر پرانیستل شو.
-
د ترکیې استانبول کې د خوړو په نندارتون کې د ایران بیرغ پورته شو
Jul 04, 2025 12:11د ایران یو شمېر شرکتونه او تولیدوونکي د ترکیې په استانبول ښار کې د خوړو او اړوندو صنایعو په نندارتون کې د ګډون له لارې د ایران بیرغ په نړیوالو نندارتونونو کې لوړ وساته.
-
ایران د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلي رژیم جنایاتو دوام غندلی
Jul 04, 2025 12:05د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د فلسطین په اشغالي خاوره کې د نسل وژنې د شدت او په تېره یوه اوونۍ کې د غزې په بېلابېلو برخو کې د سلګونو بې دفاع فلسطینیانو د وژنې په اړه سختې نیوکې کړې دي.
-
چین د ایران د سوله ییزې اټومي انرژۍ د کارولو په حق ټینګار وکړ
Jul 04, 2025 12:03په بروکسل کې د چین او اروپايي ټولنې د ۱۳مې دورې ستراتیژیکو خبرو اترو پر مهال، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د ایران د سوله ییزې اټومي انرژۍ د کارولو پر حق ټینګار وکړ.
-
تخت روانچي: ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي
Jul 04, 2025 12:02د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي د امریکا له NBC نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ایران د واشنګټن په وړاندې د بې باورۍ سره سره، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید وروسته رامنځته شوی، د دیپلوماسۍ دروازې لا هم خلاصې دي او ایران به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.
-
مسعود پزشکیان په ۱۷مې اکو غونډه کې: د ایران ملت صهیونیستي یرغلګرو ته لوی درس ورکړ
Jul 04, 2025 11:54پارس تودي- د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د ایران پر خلکو د صهیونیستي رژیم د یرغل په پایله کې د پراخو انساني تلفاتو په اړه وویل: «په دې جګړه کې د ایران وسله والو ځواکونو د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې سره سم د ایران د ملت، ملي حاکمیت او د خاورې د بشپړتیا د دفاع لپاره مشروع دفاع وکړه، یرغلګرو ته یې لوی درس ورکړ او په سیمه کې یې د جګړې د پراخېدو مخه ونیوله