-
اسرائیلو په تهران کښې د دفاع وزارت په کمیټې حمله کړې
Jun 15, 2025 02:17په تهران کښې د سپیند په نامه د ایران د دفاع وزارت د قومندانۍ او د دفاعي تحقیق او نوښت د سازمان کمیټه د صهیونیسټي رژیم له ډرون حملې سره مخامخ شوه.
-
د جنګ نتیجه به د نتانیاهو د سیاسي ژوند خاتمه وي
Jun 15, 2025 01:57یو ایراني چارواکي له صهیونیسټي رژيم سره مقابلې ته د چمتووالي او د دغه رژیم خلاف د بریدونو د سختولو په اعلان سره ټینګار کړی چې د دې جنګ نتیجه به ایران اعلانوي او هغه به، د جنایتکاره صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم نتانیاهو د سیاسي ژوند پاې وي.
-
په صهیونیسټي رژیم د ایران د توغندوي بریدونو دریمه څپه
Jun 15, 2025 01:44د صهیونیسټي رژیم خلاف د ایران د سپاهِ پاسداران د توغندوي او ډرون عملیاتو دریمه څپه ترسره شوه.
-
تراوسه ایران دصهیونیست رژیم دبریدونوپه وړاندې څه ډول غبرګون ښودلی؟
Jun 14, 2025 08:15پارستودي – د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیستي رژیم تیریګر اقدام او په ایران کې پر ځینو سیمو د برید په غبرګون کې، په سلګونو بیلابیل بالستیک توغندي د نیواکي ټاټوبو په لور وتوغول او د دغو بریدونو پای لا نه دی اعلان شوی.
-
له حیفا څخه تر اشدود پورې د ایران د توغندیو په اور کې؛ د اسرائیلو ستراتېژیکه تېروتنه څه وه؟
Jun 14, 2025 13:28پارس ټوډې - د ایکس ټولنیزې شبکې کاروونکو د وعده صادق ۳ عملیاتو تر سرلیک لاندې په نیواکي سیمو باندې د ایران لخوا د توغندیو بریدونه، یو مشروع غبرګون ګڼلی دی.
-
که د اسرائيلو په وړاندې اوس مسلمانان یو موټی نه شول،نوسبا به د ټولو وار وي
Jun 14, 2025 13:00دپاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په خپلې وینا کې وویل ،اوسمهال د ایران او اسرائیلو ترمینځ جګړه روانه ده. اسرائیلو پر ایران ناروا او وحشی ډوله برید وکړ، د ایران پوځي تاسیسات قوماندانان او ساینس پوهان ئې په نښه کړل . په دې ټول وضعیت کې اسرائیل یوازې نه دی او تر شا ئې ستره دسیسه ده. ټول اسلامي هېوادونه دې یو موټی شي او د اسرائیلو پر وړاندې دې مقابله وکړي
-
یو روسي شنونکی: پر ایران د اسرائیلو برید، یوه ستراتېژیکه تېروتنه وه؛ ایران به دا مقابله وګټي
Jun 14, 2025 12:15پارس ټوډې – د لوېدیځې آسیا د سیاسي چارو یوه روسي کارپوه وویل: پر ایران د اسرائیلو له خوا برید، یوه لویه تېروتنه وه، یو داسې عمل چې وښودله، دوی په خپلې اجنډا کې د ټولو پاروونکو لارو څخه ستړي شوي دي.
-
ایران له ایف-۳۵ سره د جګړې اولنی ګټونکی شو، ښځینه اسرائیلي پایلټه نیول شوې
Jun 14, 2025 12:09د صهیونیسټي رژیم دوه جنګي الوتکې د ایران د پوځ د دافع هوا خواکونو له خوا ویشتل شوې او نسکورې شوې دي.
-
د اسرائیلو تیریو او جنایتونو ته ځواب ورکول د ایران روا او قانوني حق دی
Jun 14, 2025 12:04د پاکستان د ولسی جرګې د دفاعي چارود کمیشن مشرسردار فتح ا... خان میان خیل نن په اسلامآباد کې د ایرنا له خبریال سره په یوې ځانګړې مرکې کې د قدس د نیواکګر رژیم له لورې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې جنایتکار او وحشي ډوله برید په کلکه وغند او وې ویل: مونږ په دې سختو شیبو کې د ایران ملاتړي یوو او د خپلو وروڼو د بریا او سرلوړي لپاره دعا کوو.
-
افغان چارواکي وائي ایرانیو توغندیو غزې ته د مقاومت او آزادۍ پیغام ورساوه
Jun 14, 2025 11:44د افغانستان د طالبانو د حکومت د کلتوري کمیشن یوه مسئول د ایران د وعده صادق ۳ عملیاتو او د توغندوي برد د غبرګون په اړه وویل،د ایران توغندیو غزې ته د مقاومت او آزادۍ پیغام ورساوه.