د جنګ نتیجه به د نتانیاهو د سیاسي ژوند خاتمه وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i161460
یو ایراني چارواکي له صهیونیسټي رژيم سره مقابلې ته د چمتووالي او د دغه رژیم خلاف د بریدونو د سختولو په اعلان سره ټینګار کړی چې د دې جنګ نتیجه به ایران اعلانوي او هغه به، د جنایتکاره صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم نتانیاهو د سیاسي ژوند پاې وي.
(last modified 2025-06-15T00:59:57+00:00 )
Jun 15, 2025 05:27 Asia/Kabul
  • د جنګ نتیجه به د نتانیاهو د سیاسي ژوند خاتمه وي

یو ایراني چارواکي له صهیونیسټي رژيم سره مقابلې ته د چمتووالي او د دغه رژیم خلاف د بریدونو د سختولو په اعلان سره ټینګار کړی چې د دې جنګ نتیجه به ایران اعلانوي او هغه به، د جنایتکاره صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم نتانیاهو د سیاسي ژوند پاې وي.

د ایران یو جګپوړي امنیتي چارواکي له الجزیره سره په مرکه کښې وویل چې تهران ځان دوامدارې مقابلې او د خپلو بریدونو سختولو ته تیاروي.

هغه څرګنده کړه: جنګ تهران نه دی پیل کړی خو د دې تیري پاې به ټاکي.

هغه زیاته کړه: د نتانیاهو د جنګ نتیجه به د هغه د حکومت او سیاسي نظام له ختمیدو کمه نه وي.

دغه ایراني چارواکي الجزیره ته وویل چې مونږ د خپلو خلکو او هیواد دفاع کوو او ټرمپ باید فیصله وکړي چې آیا غواړي د امریکې د ټیکس ورکوونکو پیسې، د نتانیاهو په جاه طلبیو ولګوي او که نه؟