-
په بیروت کې د ایران سفارت وايي، د لبنان پر جنوب د صهیونیستي رژیم بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
May 09, 2025 02:46پارس ټودي - په لبنان کې د ایران سفارت د پنجشنبې په ورځ د صهیونیستي رژیم له خوا د لبنان پر جنوبي بریدونه وغندل.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، په هند کې خبرې اترې رغوونکې وې
May 09, 2025 02:40پارس ټودي - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د هند یوه ورځني سفر د لاسته راوړنو په اړه وویل: د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي همکارۍ، په تېره بیا د روغتیا او درملو په برخه کې رغوونکې خبرې اترې ترسره شوي دي.
-
د ایران د تېلو صنعت څېړنځای او د چین د کیآن شرکت ترمنځ د زغال ډبرو څخه طبیعي ګازو ته د بدلون تفاهملیک لاسلیک شو
May 09, 2025 02:38پارس ټودي - د ایران د تېلو صنعت څېړنځای او د چین کیآن (Keyon) شرکت د زغال ډبرو څخه طبیعي ګازو ته د بدلون لپاره د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.
-
د ایران د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان وايي، که دښمن ګواښ وکړي، موږ د هرې کچې جګړې لپاره چمتو یو
May 09, 2025 02:31پارس ټودي - د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان، سردار سرلشکر حسین سلامي، امریکايي چارواکو ته په خطاب وویل: زموږ لومړیتوب د ډیپلوماسۍ له لارې د عادلانه حل او د ګواښونو له فضا څخه لیرې د ستونزې تعقیب دی، خو که تاسو ګواښ وکړئ، پوه شئ چې موږ د هرې کچې جګړې لپاره چمتو یو.
-
له امریکا سره په خبرو کښې د ایران سرې کرښې شفافې دي
May 08, 2025 12:30ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر« علي اکبر احمدیان» له امریکا سره په غیر مستقیمو خبرو کښې د تهران د دریځونو په ثبات باندې ټینګار سره خبرداری ورکړ ګواښ او تپل د منلو وړ چاره نه ده.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په انګلستان کې د ایرانيانو شکمن نیولووخت "د پردې تر شا مسلو" نښه ده
May 08, 2025 11:38پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په انګلستان کې د نیول شویو ایرانیانو په اړه د کیسې جوړولو په ردولو سره وویل: "د اوسني وخت انتخاب او د برتانوي لوري لخوا د تعامل نشتوالی ښیي چې ظاهرا د پردې تر شا ستونزې روانې دي."
-
د جامع موافقې په اجرا د ایران او د روسیې د ولسمشرانو ټینګار :-
May 08, 2025 11:34د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د روسیې فیډراسیون ولسمشر ولادیمیر پوتین په ټيلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیزه او د نړیوالو او د سیمه ئیزو اړیکو په څیړلو سره د سټراټيژیکو ملګرتیاو د ژورتیا او د تهران او د ماسکو ترمینځ د ملګرتیا د جامع موافقې په کامل ډول د اجرا لپاره په ګډې ارادې ټینګار وکړ.
-
د ایران اسلامي جمهوریت او هندوستان د اړیکو د پراخولو لپاره اراده لري
May 08, 2025 10:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په نوي ډیلي کښې په «حیدراباد» ماڼۍ کښې د هندوستان له خارجه وزیر «سوبرامانیام جی شنکر» سره کتنه او خبرې وکړې.
-
فایننشال تایمز: د نړیوال اقتصاد زوړ نظم مړ دی
May 08, 2025 06:05پارستودي - د فایننشال تایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د نړیوال اقتصاد زوړ نظم مړ دی او چین او اروپا باید د نوي اقتصادي نظم د جوړولو لپاره نوې لارې چارې ولټوي.
-
د پزشکیان او پوتین په وروستي خبرو اترو کې کومې موضوعات ټینګار شوي؟
May 08, 2025 05:57پارستودي - پزشکیان په خپل وروستي تماس کې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا اتیایمې کلیزې په مناسبت پوتین او د روسیې خلکو ته مبارکي وویله.