فایننشال تایمز: د نړیوال اقتصاد زوړ نظم مړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i159836-فایننشال_تایمز_د_نړیوال_اقتصاد_زوړ_نظم_مړ_دی
پارس‌تودي - د فایننشال تایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د نړیوال اقتصاد زوړ نظم مړ دی او چین او اروپا باید د نوي اقتصادي نظم د جوړولو لپاره نوې لارې چارې ولټوي.
(last modified 2025-05-08T01:37:01+00:00 )
May 08, 2025 06:05 Asia/Kabul
  • فایننشال تایمز: د نړیوال اقتصاد زوړ نظم مړ دی

پارس‌تودي - د فایننشال تایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د نړیوال اقتصاد زوړ نظم مړ دی او چین او اروپا باید د نوي اقتصادي نظم د جوړولو لپاره نوې لارې چارې ولټوي.

د فایننشال تایمز ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د «مارتین وولف» په قلم په یوه مقاله کې لیکلي: د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» تګلاره نه یوازې له فکري پلوه بې‌انسجامه ده، بلکې د همکارۍ پر بنسټ د هر ډول نړیوال نظم لپاره وژونکې ده. په همدې حال کې، ځینې په دې باور دي چې د داسې «جهاني‌والي» ړنګېدل مطلوب دي. د پارس‌تودي د راپور له مخې، «مارتین وولف» زیاته کړه: دا نظر چې د لویو او غاصبو قدرتونو تر واکمنۍ لاندې نړۍ کولای شي غوره وي، یو احمقانه تصور دی.

وولف په دې راپور کې یادونه وکړه: د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو پورې په نړۍ او د یورو زون په سیمه کې مالي بحران، چې ډېر پرې بحثونه وشول، یوه له بنسټیزو ستونزو څخه ده چې د نړیوال عدم توازن له امله رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي: کلونه کېږي چې ځینې هېوادونه، لکه چین او جرمني، له خپل واردت څخه زیات صادرات لري او په پایله کې یې سوداګریز مازاد لري. په مقابل کې، امریکا تل له صادرت څخه زیات واردت لري او د سوداګریز کسري سره مخ ده. همدې بهیر لامل شو چې امریکا د نړۍ لوی پوروړی هېواد شي.

وولف د خپل راپور په پای کې وویل چې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال اقتصادي نظام نور کارآمد نه دی. نړۍ، په تېره بیا چین او اروپا، باید د نړیوال اقتصاد د تنظیم لپاره نوې حل‌لارې ولټوي.