-
د ایران د اهل سنتو دینی عالم: د اسلامی انقلاب شهید رهبر د اسلامي امت د یووالي چورلیز ؤ
Jul 06, 2026 05:51پارس ټوډې – د ایران د کرمانشاه ولایت د پاوه ولسوالۍ د اهل سنتو د جمعې امام وویل چې د اسلامي انقلاب شهید رهبر د اسلامي نړۍ له اغېزشیندونکو شخصیتونو، د قرآن کریم حافظ او مفسر و، او د هغه قرآني او یووالي رامنځته کوونکو افکارو د مقاومت، د اسلامي امت د یووالي او د اسلامي ایران د عزت په پیاوړتیا کې تلپاتې رول درلود.
-
مقاومت نور یوازې په جغرافیائي پولو پورې محدود نه دی
Jul 06, 2026 05:37پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قوماندان او د اسلامي انقلاب د شهید رهبر ستر سلاکار، د مقاومت د جبهې په پراخېدو باندې په ټینګار سره وویل چې د اسلامی انقلاب د رهبر له شهادت وروسته به هم د مقاومت لاره دوام ومومي.
-
د ایران او قطر ترمینځ سمندري سوداګري بېرته پیل شوه
Jul 06, 2026 05:28پارس ټوډې – په قطر کې د ایران د اسلامي جمهوریت تجارتی سلاکار ووئيل، د الرویس بندر د ایرانيو توکو پر مخ له بیا پرانیستل کېدو سره، د ایران او قطر ترمینځ سمندري سوداګري بېرته پیل شوې ده
-
د اسلامي انقلاب له شهید رهبر سره د ایران د ولس د ولولناکې وداع پراخ نړیوال انعکاس
Jul 06, 2026 05:20پارس ټوډې – لوېدیځي، امریکائي او روسي رسنیو د ایران د شهید رهبر حضرت آیتالله سید علي خامنهاي د پاک جسد د وداع مراسم په پراخه کچه منعکس کړي او دا ئې د ولسي وفادارۍ، انقلابي جذبې او د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د ثبات د دوام نښه بللې ده.
-
سياېناېن راپور ورکړی؛ تهران د ترټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره تیار شوی
Jul 06, 2026 05:11یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې تهران د اسلامي امت د شهید لارښود له وروستي وداع وروسته د تاریخ د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
-
هرات کې د ایران او افغانستان د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا ارزونه وشوه
Jul 05, 2026 07:42د ایران یو پلاوي هرات ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
-
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د بنګلهدېش د پارلمان له مشر سره وکتل
Jul 05, 2026 07:36د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د انقلاب د شهید مشر د جنازې د مراسمو په څنډه کې د بنګلهدېش د پارلمان له رئیس سره ولیدل او خبرې یې وکړې.
-
شهیاز شریف: د شهید خامنه اي ژور افکار د راتلونکو نسلونو لپاره په یادګار پاتې کیږي
Jul 05, 2026 06:47پارس ټوډی- د تاریخ له ترټولو سترې وداع او د ایران د شهید ښاغلي له بدرقې سره هممهاله د پاکستان وزیراعظم د ایران د اسلامي جمهوریت د ولس او حکومت ترڅنګ د خپل هیواد په اودریدو باندې په ټینګار سره وویل: د شهید آیت الله خامنه اي ژور افکار او ځیرکتیا د راتلونکو نسلونو لپاره په یادګار پاتې کیږي.
-
جهاد اسلامي: د انقلاب شهید رهبر له فلسطینه د ملاتړ اصلي ستنه وه
Jul 05, 2026 05:38پارس ټوډی- د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ ویلي چې د اسلامي انقلاب شهید رهبر آیت الله سید علي خامنه اي د فلسطین له خلکو د ملاتړ اصلي ستن او د سلطه غواړو پلانونو په وړاندې د امت د حاکمیت سخت مدافع و.
-
قالیباف: د ایران د ولس بریا د امریکې او صهیونیسټي رژيم دبدبه خاورې کړه
Jul 05, 2026 05:24پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د هیڅ جنګ پيلوونکی نه دی پاتې شوی، وویل: د ایران ولس په وروستي جنګ کښې په اودریدنې او مقاومت سره،په سیاسي او پوځي ډګر کښې امریکې او صهیونیسټي رژيم ته ماتې ورکړه او د هغوي دبدبه یې ماته کړه.