د ایران او قطر ترمینځ سمندري سوداګري بېرته پیل شوه
پارس ټوډې – په قطر کې د ایران د اسلامي جمهوریت تجارتی سلاکار ووئيل، د الرویس بندر د ایرانيو توکو پر مخ له بیا پرانیستل کېدو سره، د ایران او قطر ترمینځ سمندري سوداګري بېرته پیل شوې ده
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د سوداګرۍ سلاکار عبدالخاني وویل:له کابو پنځو میاشتو ځنډ وروسته، په دوحې کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په دوامدارو هڅو او د قطر له چارواکو سره د همغږۍ په پایلې کې، الرویس بندر یو ځل بیا د ایرانيو توکو منل پیل کړي دي.
هغه زیاته کړه:الرویس بندر د قطر بازار ته د ایرانيو توکو د واریدیدا تر ټولو مهمه دروازه ده، او د دې سمندري لارې بیا فعالېدل به د لېږد رالېږد لګښتونه کم، د توکو رسوَنه چټکه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو حجم زیات کړي.
د ایران د سوداګرۍ د سلاکار په وینا، د همدغې سمندري لارې په وسیله قطر ته د ایران په مهمو صادراتي توکو
مېوې او سبزئ،خوراکي توکي،سمندري محصولات، د و دانیو مصاله ،معدني محصولات،اوبدل شوې غالۍ او ځيني نور شیان شامل دي .