-
حقاني: موږ د بخښنې فرمان ته ژمن یو او سرغړونه مو نه ده کړې
Aug 11, 2024 11:55د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني پکتيا او پکتيکا ولايتونو ته د سفر پر مهال ویلي، په هېواد کې د عمومي بخښنې له حکم څخه سرغړونه نه ده شوې او له دغه فرمان څخه د سرغړونې په اړه کوم سند نشته.
-
صهونیسټانو نن سهار یو خل بیا په غزه بریدونه کړي
Aug 11, 2024 11:44صهیونیسټ رژیم په داسې حال کې په غزې باندې خپلو حملو ته دوام ورکوي چې نن سهار هم د دغه ښار په یو شمیر استوګنو سیمو د دغه رژیم له خوا په پرلپسې ډول حملې شوي دي.
-
د ایران تکوانډو لوبغاړی د المبیک سرو زرو میډال په غاړه کړ
Aug 11, 2024 09:37د ایران د اسلامی جمهوریت د تکوانډو یوه لوبغاړی په سرلوړۍ سره د پاریس دالمپیک د لوبو د سرو زرو میډال په غاړه کړ او د شپاړس کلونو انتظار ئې پای ته ورساوۀ.
-
ایران د اونۍ په هینداره کې
Aug 10, 2024 09:32د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران دځّينو مهمو پيښو په اړه یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، او بیا مو هم د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
ایران: د اسراییلو توکمپاله رژیم د نړیوالو قوانینو او انساني اصولو هیڅ حکم نه مني
Aug 10, 2024 12:44د ایران د خارجه وزارت ویندوی په ملکی خلکو د صهیونیسټی رژیم د حملو په دوام په تیره بیا د تابعین په ښونځی کښې په میشتو فلسطینی کډوالو د دغه رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل: دغه توکم پاله رژیم یو ځل بیا ثابته کړه چې هیڅ یوه د نړیوال قانون او اخلاقي او انساني اصولو ته پایبند ندې .
-
په غزه کې د اوربند ټینګول او د اسراییلو رژیم ته سزا ورکول د ایران لومړیتوب دی
Aug 10, 2024 12:23په ملګروملتونو کښې داسلامی جمهوریت استازی د دي خبرې ّپه کولو سره چی په تهران کښې دحماس دسیاسی دفتر دمشر د ترور په باره کښې د روا دفاع حق په غزه کښې له اوربند سره هیڅ ارتباط نلری و ویل په غزه کښې د اوربند ټینګیدل د ایران لومړیتوب هم دی.
-
د امریکا انتخابات د دوی داخلی مسئله ده پخپله ئې سنبال کړئ
Aug 10, 2024 10:53پارس ټو ډې –په ملګروملتو کې د ایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍد د سایبری حملو له لارې دامریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د تهران دلاسوهنې په باب د ؛مایکرو سافټ ؛ شرکت د راپور په ردولو سره ووئيلو دامریکا انتخابات ، ددغه هیواد یوه داخلی مسئله ده.
-
ایران: د اسرائیلي رژیم د جنایت په ځواب کې د ایران د مشروع دفاع حق د غزې له اوربند سره هیڅ تړاو نه لري
Aug 10, 2024 10:08پارس ټوډی ـ په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: په تهران کې د اسرائیلي رژیم په وروستي ترهګریز عمل کې د ایران ملي امنیت او حاکمیت تر پښو لاندې شوی او په وینا یې د ایران د مشروع دفاع حق د غزې له اوربند سره هیڅ تړاو نلري.
-
د برکس تلویزیوني چینل کې د ایراني خطاطۍ هنر معرفي کول
Aug 10, 2024 09:48پارس ټوډی - د ایران د خطاطۍ د هنر په اړه مستند فلم " نقطه " به په پنځو ژبو په نړیواله تلویزیوني شبکې "برکس" کې وښودل شي.
-
د دوستۍ په رول کې د ایران او روسیې د هنر مندانو ۶ سوه اثار؛ د دوه سترو ملتونو د کلتوري تبادلې لپاره جشنواره
Aug 10, 2024 09:30پارس ټوډی - د ایران او روسیې ترمنځ د کلتوري تبادلې د لومړي فیستیوال په توګه د " د دوستۍ رول" تر عنوان لاندې د نقاشۍ سیالي به د ۲۰۲۴ کال د اګست له ۱۴ نیټې څخه د یوې میاشتې لپاره په مسکو کې د «سرګي اندریاکا» د اوبو رنګونو او ښکلو هنرونو په اکاډمۍ کې ترسره شي.