د ایران تکوانډو لوبغاړی د المبیک سرو زرو میډال په غاړه کړ
د ایران د اسلامی جمهوریت د تکوانډو یوه لوبغاړی په سرلوړۍ سره د پاریس دالمپیک د لوبو د سرو زرو میډال په غاړه کړ او د شپاړس کلونو انتظار ئې پای ته ورساوۀ.
ایرناخبری اژانس راپو رورکړ، د ایران په اصطلاح د ۸۰کلوګرام وزن تکوانډو لوبغاړی آریّن سلیمي د ۲۰۲۴ پاریس المپیک لوبو دتکوانډو په څلورمه او ترټولو وروستۍ ورځ په فاینل کې د بریتانیا له سیال سره چې د اروپاطلایی میډال په خپلې کارنامې کې لری،مخ شو او له کوټلي سیالۍ وروسته ئې ماته ورکړه او د سرو زرو میډال ئې پر خپل ټټَر وځړوۀ او د تکوانډو د طلا میډالونو لپاره شپاړس کلن انتظار ختم کړ.
تر ټولو وروستي ځل هادی ساعي چې اوس د ایران د تکوانډوفیډریشن مشر دی .د بیجینګ د ۲۰۰۸ کال المپیک لوبو کې د ایران تکوانډو په دغې لوئې پيښې کې سرو زرو میډال څخه برخمن کړی ؤ.
د ایران تکوانډو په څلورو نمایندګانو ستایونکي کړچار سره په درو سرو زرو ، دوو برونزو او دوو سپينو زرو میډالونو سره د پاریس د المپیک د میډالونو په دوویشتم نمبر کې راغلی دی.

د پاریس ۲۰۲۴ المپيک لوبو درې دیرشم پړاؤ د جولائي په ۲۶پیل شوی او داګست تر یولسمې نیټې پورې دوام لري.په دغو سیالیو کې د ایران اسلامی جمهوریت په ۴۰لوبغاړو سره ګډون کړی دی.