-
د ایران د حکومت ستني پیاوړي دي
May 25, 2024 08:51د روسیې ای ار ټي خبري اژانس راپور راکړی د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ورسره ملګرو شهادت ته په غبرګون کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې د بدلون تمه نشته ځکه چې د ایران واکمنۍ مستحکمه او باثباته ده.
-
د ولسمشر په جنازه کښې په پراخ ګډون سره نړۍ ته د ایرانیانو پیغام/ د رئیسي له کورنۍ سره د انقلاب د معظم رهبر کتنه
May 25, 2024 03:52معظم رهبر: له ارواښاد ولسمشر سره د خلکو مینه، د ایران په ګټه دنیا ته یو پيغام دی
-
په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر د ایران له حکومت او خلکو سره د هېوادونو د خواخوږۍ قدرداني وکړه.
May 24, 2024 02:55په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دایمی استازی د دغه نړیوال سازمان د عمومی اسمبلۍ په غونډه کې د ایران له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ په څرګندولو کې د دغه هېواد له استازیو قدرداني او مننه وکړه.
-
باقری کنی: مقاومت صهیونیسټان په دیپلوماسۍ او میدان دواړو کې ذلیله کړي
May 24, 2024 02:47د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، مقاومت د دې لامل شوی چې صهیونیسټان په میدان او ډیپلوماسۍ دواړو کې ذلیله کړي.
-
له ګاونډیانو سره به د تاؤتریخوالي ختمول قطعي شوني شي
May 23, 2024 10:33د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست ووئيل، له ګاونډیانو سره له مناسباتو څخه د تاؤتریخوالی ختمول به د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام یو سټراټژيک او قطعي سیاست او دسیمه ایزې ملګرتیا لپاره یوه کارنده سټراټژي ده چې حتمابه په دوام ومومي .
-
د افغانستان وضعیّت ته باید جدي پام وشي
May 23, 2024 09:03د قزاقستان ولسمشر ووئيل، په افغانستان کې د باثباته شرائطو د رامینځةکولو او د انساني بحران د مخنیوي لباره بایدددغه هیواد شرائطو ته جدي توجه وشي.
-
د افغانستان په اړه د دوحې دریمه ناسته د روان کال د چنګاښ په ۱۰ او ۱۱ ترسره کیږي
May 23, 2024 08:33د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې، د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه به د روان کال د سرطان میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي. د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې، د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه به د روان کال د سرطان میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
-
د تهران راډیو ګران اوریدونکي هرکله راشه پروګرام دلته اوریدلای شي
May 23, 2024 09:25د تهران راډیو ګران اوریدونکي هرکله راشه پروګرام دلته اوریدلای شي
-
د تهران راډیو عزتمن اوریدونکي هرکله راشه پروګرام دلته اوریدلای شي
May 23, 2024 09:23د تهران راډیو عزتمن اوریدونکي هرکله راشه پروګرام دلته اوریدلای شي
-
د تونس ملت د پرمختګ او حرکت لپاره ډېر استعداد لري
May 23, 2024 08:32پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت امام خامنه يي د چهارشنبې په مازدیګر د تونس له ولسمشر او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې، د ایران د وروستۍ پیښې په اړه د ښاغلي قیس سعید له ورورګلوۍ او مخلصانه احساساتو څخه مننه وکړه او وې فرمایل. : د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د یو شمېر چارواکو او د هغوی د ملګرو د لاسه ورکولو پېښه ډېره درنه ده، خو د اسلامي جمهوریت په دوره کې مو تل لیدلي، چې د خدای په حکمت او د خلکو په صبر او استقامت سره، ترخې پېښې د پرمختګ او خوځښت سرچینه ګرځېدلې ده.