له ګاونډیانو سره به د تاؤتریخوالي ختمول قطعي شوني شي
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست ووئيل، له ګاونډیانو سره له مناسباتو څخه د تاؤتریخوالی ختمول به د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام یو سټراټژيک او قطعي سیاست او دسیمه ایزې ملګرتیا لپاره یوه کارنده سټراټژي ده چې حتمابه په دوام ومومي .
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علی باقري کني د متحده عربی اماراتو له خارجه وزیر شیخ عبدا... بن زاید النهیان سره په کتنې کې چې د ایران د ولسمشر او خارجه وزیر د جنازو د درنښت په دستورو کې دشتون لپاره تهران ته راغلی ، ټينګار وکړ، په سختو شرائطو او مرحلو کې ملګرتیا او یوزړتوب ، له فرصتونو څخه د مشترکې ګټې پورته کولو په باب دملګرتیا لپاهر ارزښتمنه پانګه او له هغوګواښونو او چیلنجونو سره غږمله مقابله ده چې د سیمې سوله ، امنیت اوثبات ګواښي.
باقری کني بهرني سیاست ته د ایران د شهید ولسمشر سټراټژيک نظر ته په اشارې سره د ښه ګاونډيتوب سیاست، د شهید ولسمشر هوښیار کړچار وبالۀ او روښانه ئې کړه،د رهبرۍ د ستر مقام له خوا ددغه سیاست په تائيدیدا سره له ګاونډیانو سره له مناسباتو څخه د تاؤتریخوالی ختمول د سیمه ایزې ملګرتیا لپاره یوه کارنده سټراټژي او داسلامی جمهوري نظام یو سټراټژيک او پریکنده سیاست دی چې به حتمی توګه به دوام ومومي .