Pars Today

Pashto
  • کور
  • راډیو
  • Albanian shqip
  • Armenian Հայերեն
  • Assyrian ܐܬܘܪ̈ܝܐ
  • Azeri Azəri
  • Bangla বাংলা
  • Chinese 中文
  • Dari دری
  • English English
  • French français
  • German Deutsch
  • Hausa Hausa
  • Hebrew עברית
  • Hindi हिन्दी
  • Indonesian Bahasa Indonesia
  • Italian Italiano
  • Japanese 日本語
  • Kazakh қазақ тілі
  • Kiswahili Kiswahili
  • Pashto پښتو
  • Persian فارسی
  • Russian Русский
  • Spanish Español
  • Tajik Тоҷик
  • Taleshi Tolışə
  • Turkish Türkçe
  • Turkmen Türkmen
  • Uzbek узбек
  • نړۍ
  • لوېدیځه اسیا
  • ایران
  • دین
  • افغانستان
  • پاکستان

ایران

  • د اروپا څلورو هیوادونو د ایران پرضد د بندیزونو ختمولو ته شین څراغ وښود

    د اروپا څلورو هیوادونو د ایران پرضد د بندیزونو ختمولو ته شین څراغ وښود

    Jun 15, 2026 06:19

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی څلورو اروپايي هیوادونو انګلستان، فرانسې، جرمني او ایټالیا د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې د هرکلي په ترڅ کښې وویل دوې چمتو دي د ایران اټومي پروګرام په اړونده د ګامونو په وړاندې د ایران پرضد بایکاټونه ختم کړي.

  • په اسلام اباد کې د ایران او امریکاترمینځ دجنګ د پآي د تفاهم یاددښتمتن نهائي شو

    په اسلام اباد کې د ایران او امریکاترمینځ دجنګ د پآي د تفاهم یاددښتمتن نهائي شو

    Jun 15, 2026 05:51

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکریټریټ د امریکا او د ایران ترمینځ د جنګ د ختمیدا د موافقې په اړه د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ د ترسره شویو موافقو پراساس د لبنان په شمول ټولو جبهو کښې پوځي عملیات او جنګونه له بیګا شپې څخه په سمدسي او دائمي ډول پاې ته رسیدلي دي او په دې سربیره د ایران پرضد سمندري کلابندۍ سمدستي او په کامل ډول ختمیږي.

  • قطر د ایران او د امریکا د موافقې هرکلی وکړ

    قطر د ایران او د امریکا د موافقې هرکلی وکړ

    Jun 15, 2026 05:05

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د قطر لومړي وزیر او خارجه وزیر «محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني»وویل مونږ د امریکا او د ایران ترمینځ د تفاهم د یادښت په هکله د ترسره شوې موافقې هرکلی کوو.

  • رویټرز خبري اژانس د ایران او د امریکا ترمینځ له موافقې وروسته د تیلو د بیو د  کمیدا خبر ورکړ

    رویټرز خبري اژانس د ایران او د امریکا ترمینځ له موافقې وروسته د تیلو د بیو د کمیدا خبر ورکړ

    Jun 15, 2026 04:56

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې وویل د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې له اعلان څخه وروسته نن د اومو تیلو بیه څه د پاسه څلور فیصده کمه شوه.

  • د ملګروملتونو سرمنشي موافقې ته د ایران او د امریکا د رسیدا هرکلی وکړ

    د ملګروملتونو سرمنشي موافقې ته د ایران او د امریکا د رسیدا هرکلی وکړ

    Jun 15, 2026 04:45

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي «انټونیو ګوتریش» وویل د سولې د هغه موافقې چې سمدستي او دائمي اوربند پکښې شامل دی د ایران او د امریکا د رسیدا د اعلان هرکلی کوم.

  • د امریکا د ولسمشر مرستیال به له ایران سره د موافقې د لاسلیک کیدا په دستورو کښې ګډون وکړي د ټرامپ د شتون احتمال هم شته

    د امریکا د ولسمشر مرستیال به له ایران سره د موافقې د لاسلیک کیدا په دستورو کښې ګډون وکړي د ټرامپ د شتون احتمال هم شته

    Jun 15, 2026 04:33

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی ډي وینس» له «فاکس نیوز »ټيلي ويژن چینل سره په مرکه کښې وویل نیت لري د ایران او د امریکا ترمینځ د تفاهم لیک د لاسلیک کیدا په رسمي مراسمو کښې ګډو وکړي که څه هم ممکنه ده د امریکا ولسمشر ټرامپ هم په شخصي ډول په دغو دستورو کښې ګډون وکړي.

  • د ایران او د امریکا ترمینځ د سولې موافقه وشوه؛ په ټولو جبهو کښې د پوځي عملیاتو سمدستي او دائمي پاې ته رسیدل اعلان شوي

    د ایران او د امریکا ترمینځ د سولې موافقه وشوه؛ په ټولو جبهو کښې د پوځي عملیاتو سمدستي او دائمي پاې ته رسیدل اعلان شوي

    Jun 15, 2026 04:19

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه پیغام کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د سولې د موافقې د ترسره کیدا خبر ورکړ.

  • د امریکا ولسمشر ټرامپ له ایران سره د موافقې د فاینل کیدا خبر ورکړ؛ سمدستي سمندري کلابندۍ ختمه شوه

    د امریکا ولسمشر ټرامپ له ایران سره د موافقې د فاینل کیدا خبر ورکړ؛ سمدستي سمندري کلابندۍ ختمه شوه

    Jun 15, 2026 04:06

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ایران پرضد له دوو جنګونو وروسته وویل چې له ایران سره موافقه همدا اوس بشپړه شوې ده.

  • د ایران خلکو او وسله والو ځواکونو ثابته کړه چې دښمنان د ماتې له منلو او تسلیمیدا پرته بله لاره نلري

    د ایران خلکو او وسله والو ځواکونو ثابته کړه چې دښمنان د ماتې له منلو او تسلیمیدا پرته بله لاره نلري

    Jun 15, 2026 03:54

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم مرکز په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ د ایران خلکو او ولس ثابته کړه دښمنان د شکست له منلو او تسلیمیدا پرته بل هیڅ لاره نلري.

  • د ایران د زیاتو ګټو او د ملي امنیت تامینول د مرکچي پلاوي د لارې ډیوه وه

    د ایران د زیاتو ګټو او د ملي امنیت تامینول د مرکچي پلاوي د لارې ډیوه وه

    Jun 15, 2026 03:42

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب ابادي» دې ته په اشارې سره که چیرې همدا اوس مو دښمن د خبرو میز ته راوستی دی زمونږ د پوځي قدرت نتیجه ده وویل په عین بې اعتمادۍ کښې هغه اقدامات چې د ایران اسلامي جمهوریت او محدودې ژمنې چې قبلوي په مرتبطو برخو کښې به د مقابل لوري د ژمنو له اجرا سره منطبقې او متناسبې وي او هر ځاې چې مونږ د مقابل لوري د ژمنو په اجرا کښې تاوان وګورو نو له هغه سره متناسب به ضروري اقدام ترسره کړو.

زیات ښيي
Pars Today

© 2026 PARS TODAY. All Rights Reserved.

خبرونه
    نړۍ
    لوېدیځه اسیا
    ایران
    دین
    افغانستان
    پاکستان
Pars Today
    زمونږ په اړه
    له مونږ سره اړیکی
    ار ایس ایس