قطر د ایران او د امریکا د موافقې هرکلی وکړ
Jun 15, 2026 05:05 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د قطر لومړي وزیر او خارجه وزیر «محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني»وویل مونږ د امریکا او د ایران ترمینځ د تفاهم د یادښت په هکله د ترسره شوې موافقې هرکلی کوو.
هغه زیاته کړه له پاکستان او د سیمې او د نړۍ له ټولو لورو چې دغه موافقې ته د رسیدا د شرایطو په برابرولو کښې یې رول لوبولی دی قدرونه کوو.
د قطر خارجه وزیر وویل هیله من یوو چې په راتلونکو خبرو کښې ټول لوري په مثبتې او رغنده روحیې سره ګډون وکړي.
د قطر لومړي او خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني» زیاته کړه قطر به د هر هغه اقدام چې د خبرو اترو له لارې د نړیوال امنیت او د ثبات د پیاوړتیا سبب شي دايمي ملاتړی وي.
ټیګونه