-
امریکا د ټولو لوټماریو او جګړو لومړۍ طرحه کوونکې ده
Dec 28, 2024 02:32د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې په بیان سره چې امریکا د ټولو کودتاګانو، لوټماریو او جنګونو اصلي طرحه کوونکې ده وویل: هغه څه چې یقیني دي د سوریې مسئله په ښکاره یوه پېښه ده، خو په دننه کې د یوې پلان شوې پېښې په توګه ګڼل کېږي.
-
ایران په افغانستان کې د ثبات او تلپاتې امنیت له ټینګښت څخه ملاتړ کوي
Dec 25, 2024 08:40د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې، تهران په افغانستان کې له پرمختګ، ثبات، او دایمي امنیت له ټینګښت څخه ملاتړ کوي.
-
ایران ګام په ګام سیمه له ترهګرو پاکه کړه
Dec 25, 2024 08:13د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار علي لاریجاني پرون وویل: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، ډېر بدلونونه وشول، لکه تپل شوې جګړه، د امریکا لخوا د عراق او افغانستان اشغال، د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو ۳۳ ورځنی جنګ، په سوریه کې جګړه، په سیمه کې د داعش حضور او په یمن کې جګړه؛ خو ایران د انقلاب د رهبر په هوښیارانه رهبرۍ او د شهید جنرال قاسم سلیماني په حضور سره، ګام په ګام سیمه د ترهګرو له ناوړه وجوده پاکه کړه.
-
په آیرلنډ کې د صهیونیسټي رژیم بیرغ ښکته کړل شو
Dec 21, 2024 02:54په ډوبلین کې د صهیونیسټانو د سفارت د تړلو په اړه د آیرلینډ د حکومت له فیصلې وروسته، د دغه رژیم بیرغ د دغه سفارت له ودانۍ څخه ښکته کړل شو.
-
د ایران په اړه د برتانیې او آسټرالیا مغرضانه ادعاوې رد شوې
Dec 21, 2024 02:51د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پرون د آسټرالیا او انګلستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډه بیانیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت په تړاو ادعاوې بې اساسه او بې بنسټه وبللې او له دواړو هېوادونو يې وغوښتل چې پر خپلو هغو سياستونو له سره کتنه وکړي چې د نړيوالو قوانينو له معيارونو سره په ټکر کې دي او د هېوادونو او لوېديځې آسيا سيمې په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي.
-
د سوریې د زیربناوو د ویجاړولو لپاره زمینه برابروونکي باید حساب ورکړي
Dec 21, 2024 02:48د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: هغو کسانو چې د سوریې د بنسټیزو تاسیساتو د ړنګېدو زمینه برابره کړه او د امریکا او صهیونیسټي رژیم د فکر په کوټې کې لاس وو، باید د مسلمانانو او خپلو ولسونو پر وړاندې حساب ورکړي.
-
پر پاکستان د امریکا بندیزونه نړیوال امنیت ته خطرناکې پایلې لري
Dec 20, 2024 02:46د پاکستان حکومت اعلان کړی چې پر پاکستان د واشنګټن بندیزونه تعصبي او نړیوال امنیت ته ګواښ دی او د سیمې د ستراتیژیک ثبات او همدارنګه نړیوال امنیت ته خطرناکې پایلې لري.
-
په سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه باید ودرول شي
Dec 20, 2024 02:23د ملګرو ملتونو سرمنشي پر سوریې باندې د اسرائیلي رژیم هوايي بریدونه د دغه هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه بللې ده.
-
د مصر ولسمشر په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او لا زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ
Dec 20, 2024 02:19د مصر ولسمشر د لوېدیځې آسیا وضعیت کړکېچن بللی او په سیمه کې یې د جګړې د پراخېدو او د جګړې د اور بلېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
-
تر لس میلیونو زیات افغانان په کډوالۍ کې ژوند کوي
Dec 18, 2024 12:03نن چهارشنبه د ډیسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ سږکال بیا داسې مهال رارسېږي چې افغانستان بیا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې یو زیات شمېر وګړي یې له هېواده بهر د کډوالۍ شپې ورځې تیروي.