په غزه کې خونړۍ ورځ؛ ۱۰۷ فلسطینیان شهیدان شول
(last modified Fri, 16 May 2025 10:17:58 GMT )
May 16, 2025 14:47 Asia/Kabul
  • په غزه کې خونړۍ ورځ؛ ۱۰۷ فلسطینیان شهیدان شول

پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د غزې پر مختلفو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی، او د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې له سهار راهیسې تراوسه په دې سیمې کې ۱۰۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د روغتون یوې سرچینې اعلان وکړ چې د ۱۰۷ شهیدانو له ډلې څخه، له ۶۰ څخه زیات یې د غزې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو لخوا په شهادت رسېدلي دي.

همدارنګه، د پنجشنبې په مازدیګر، صهیونیسټي رژیم پر خان یونس باندې خپل بمبار بیا پیل کړ، چې د خان یونس شمال لوېدیځ کې د حمد ښار ته نږدې د ښاریانو پر یوې ډلې باندې د دې رژیم د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه کسان شهیدان او څو نور ټپیان شول.

له دې سره، په غزې کې د فلسطین د روغتیا وزارت د جمعې په سهار اعلان وکړ چې په دې سیمه کې اروپايي روغتون د صهیونیسټي رژیم د مستقیم او تکراري هدف ګرځولو له امله په بشپړ ډول له فعالیت او خدماتو څخه وتلی دی.

په غزې کې د فلسطین د روغتیا وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم پرله پسې بمباریو د غزې اروپايي روغتون ته د غځېدلې فاضله موادو لینونو، داخلي برخو او سړکونو ته پراخ زیان اړولي دي او د طبي کارمندانو او ناروغانو ته د خطرونو په کتو سره، د طبي چارو ترسره کولو دوام یې ناممکن کړی دی.

په دې بیانیه کې ویل شوي چې په غزه کې د اروپايي روغتون د فعالیت ځنډېدل د هغو ځانګړو طبي خدماتو د ګډوډولو په معنی دي چې یوازې په دې روغتون کې وړاندې کېږي.

د غزې اروپايي روغتون
د غزې اروپايي روغتون