-
د وحشی صهیونیسټي رژيم دړکو ته د اسلامی ایران کلک او جدي ځواب
Jul 02, 2026 12:32پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پر ضد د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د سپکو ګواښونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
غریبآبادي: د هرمز تنګي اداره د ایران تر واک لاندې ده، نه د سنتکام
Jul 02, 2026 11:37پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د سنتکام او د سیمې د ځینو هېوادونو د امنیتي غونډې په غبرګون ویلي، د هرمز تنګي اداره د ایران تر واک لاندې ده، نه د سنتکام.
-
د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت سرپرست سردار سید مجید ابنالرضا
Jul 01, 2026 14:28پارس ټودې- د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت سرپرست ووئيل؛ دفاعي توانمنئ به په ځاي ظرفیّتونو باندې په تکیې رسه پراختیا ومومي.
-
عرب لیکوال: امریکا او اسرائیل هېڅ تړون ته ژمن نه پاتې کېږي
Jul 01, 2026 12:58پارس ټوډې – یوه عرب لیکوال ویلي، تاریخ ثابته کړې چې امریکا او اسرائیل هغو ژمنو ته چې کوي یې، نه وفادار پاتې کېږي او نه هم پرې عمل کوي.
-
ډیموکراټه استازې: امریکا باید د اسرائیلو د نسلوژنې لپاره حتی یو سنټ هم مصرف نه کړي
Jul 01, 2026 11:17پارس ټوډی – د امریکا د کانګرس فلسطینۍ الاصله امریکایۍ استازې ویلي، هغه به د اسرائیلو لپاره د نږدې ۳.۳ میلیارده ډالرو پوځي مرستو د بندولو له طرحې ملاتړ وکړي او امریکا باید د اسرائیلو د نسلوژنې لپاره حتی یو سنټ هم مصرف نه کړي.
-
قضاييه قوه، د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره بېساری ځایګی لري
Jun 28, 2026 17:38پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر د ایران د قضاييه قوې د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي دي: قضاييه قوه، د چارو د بهیر د اصلاح او د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره یو کمساری، بلکې بېبدیله ځایګی لري، چې دا کار د همدې قوې په دننه کې د اصلاح او بیارغونې د بهیر د دوام غوښتنه هم کوي.
-
واتیکان د جګړو او بندیزونو په اړه د اروپائي ټولنې پر دوهګوني چلند نیوکه وکړه
Jun 29, 2026 05:30پارس ټوډې – د کاتولیکې کلیسا د عقیدتي چارو د عالي ادارې مشر، د نړیوالو شخړو په اړه د اروپائي ټولنې پر دریځ نیوکه کړې او دغه ټولنه ئې د نړیوالو قوانینو په انتخابي پلي کولو تورنه کړې ده. هغه وویل، پر ځینو هېوادونو بندیزونه لګېږي، خو ځینو نورو ته، سره له دې چې بشري حقوق او ډیموکراسي تر پښو لاندې کوي، مالي او پوځي مرستې ورکول کېږي.
-
بقايي: يرغلګرو ته تخنيکي او ملاتړيزې مرستې په يرغل کې د شريکېدو په معنا دي
Jun 28, 2026 15:31پارس ټوډې- د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، يرغلګرو لورو ته د «تخنيکي او ملاتړيزو» خدماتو وړاندې کول، په يوه غېرقانوني انتخابي جګړه کې مستقيم او ښکاره رول لوبول او همدارنګه د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه وبلله.
-
شهباز شریف د پاکستان او ایران پر ورورګلویزو اړیکو ټینګار وکړ
Jun 27, 2026 15:14د پاکستان لومړي وزیر، اسلامآباد ته د ایران د ولسمشر وروستي سفر ته په اشارې سره، دغه سفر د دواړو هېوادونو د ورورګلویزو اړیکو نښه وبلله.
-
ایران او د اکو د ښوونیزې مؤسسې ترمنځ د علمي ملګرتیاؤ پر پراختیا ټینګار وشو
Jun 27, 2026 14:06پارس ټوډې – د ایران د علومو، څېړنو او ټیکنالوجیکي چارو وزیر او د اکو مؤسسې (ECOE) مشر د ترکیې د ښوونیزو ټیکنالوژیو د غونډې (TETZ) په څنډې کې د ایران او د اکو د ښوونیزې مؤسسې ترمینځ د علمي او پوهنتوني ملګرتیاؤ پر پراختیا ټینګار وکړ.