-
خلک: افغانستان کې یو پاسپورټ په درې زره ډالره جوړیږي
Jan 31, 2023 13:05په افغانستان کې سیمه ایزو رسنیو د خلکو له خولې لیکلي چې په تور بازار کې یو پاسپورټ په ۳ زره امریکایي ډالره جوړیږي، خو د طالبانو حکومت چارواکو بیا یاد پاسپورټونه جعلي بللي.
-
د طالبانو حکومت د ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالیاتي جریمې بخښلې
Jan 30, 2023 10:12د افغانستان ا.ا سرپرست حکومت د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده له لورې پر ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالیاتي جریمې معاف شوې.
-
ملګرې ملتونه وایي، طالبان دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي، نړۍ به ټولو افغانانو سره مرستې وکړي
Jan 30, 2023 09:40د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، کورنۍ او نړیوالې غیردولتي مرستندویه موسسې ژمنتیا لري چې ټولو افغانانو ته مرستې ورسوي، خو طالبان باید میرمنو ته د کار اجازه ورکړي.
-
کونړ کې د چت پرېوتو پېښه کې ۳ نجونې مړې شوي
Jan 30, 2023 09:29د افغانستان کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله د یو کور چت پرېوتو پېښه کې درې وړې نجونې مړې شوي، د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي.
-
په افغانستان کې د ماشومانو خوار ځواکي تر ټولو لوړ حد ته رسیدلې
Jan 30, 2023 09:27اوچا وايي، افغانستان کې نږدې ۹ سوه زره ماشومان په شدیدې خوار ځواکۍ اخته شوي
-
جرمني د درېیم ځل لپاره د هاکي لوبو د نړیوال جام اتل شو
Jan 30, 2023 11:58د هاکي فدراسیون له لورې په هندوستان کې د ۱۶ هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالیو پای لوبه تېره شپه د جرمني او بلجیم هېوادونو ترمنځ ترسره شوه، چې د په زړه پورې لوبې وروسته جرمنې بلجیم ته په ماتې ورکولو سره د درېیم ځل لپاره د هاکي نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
-
کوزه پښتونخوا کې د مدرسې ۱۱طالبان د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شوي
Jan 29, 2023 14:16د کوزې پښتونخوا کوهاټ سیمې په تانده ډیم کې د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې د مدرسې ۱۱ طالبان مړه شوي، ۱۷ ژوندي ژغورل شوي او دوه نور اوس هم لادرکه دي.
-
بدخشان کې د تنفسي ناروغۍ له امله د 21 تنو د مړینې خبر ورکړل شو.
Jan 28, 2023 11:08د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ په یوه کلي کې د سختو تنفسي ناروغیو ۹۷ پېښې او د ۱۷ کسانو مړینه ثبت شوي، خو د بدخشان سیمه ییز چارواکي بیا د مړو شویو شمېر ۲۱ تنه ښودلی.
-
ترکیې د فلسطین په جنین کمپ کې د صهیونیستي رژیم بریدونه وغندل
Jan 27, 2023 08:41د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په جنین کې د فلسطیني کډوالو پر کمپ د صهیونیستي رژیم د پوځ بریدونه وغندل.
-
خاوند په سمندر کې خپله میرمن له ډوبېدو وژغورله خو خپله ډوب شو
Jan 25, 2023 14:17د متحده عربي اماراتو د شارجې په الممزار په ساحلي سمندر کې یو خاوند هغه مهال په سمندر کې ډوب او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ، کله چې په سمندر کې خپله میرمن د ډوبېدو څخه وژغورله.