د طالبانو حکومت د ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالیاتي جریمې بخښلې
د افغانستان ا.ا سرپرست حکومت د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده له لورې پر ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالیاتي جریمې معاف شوې.
د افغانستان ا.ا سرپرست حکومت د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده له لورې پر ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالیاتي جریمې معاف شوې.
د دغه وزارت له لورې تېره ورځ د یوې خپرې شوې اعلامیې په ترڅ کې خبر ورکړ چې ټول مالیه ورکوونکي باید د خپل تېر کال د مالیاتو باقیات د روان کال تر پایه ادا کړي.
اعلامیه کې ویل شوي، د ۱۴۰۱ کال د تلې میاشتې ۱۵مې نېټې مخکې ټولې تحویل شوې جریمې له دې حکم مستثنی دي او له یادې نېټې وروسته اخیستل شوې جریمې بېرته شخص ته ورکول کېږي.
د خبرپاڼې له مخې د مالیې بېرته ورکړه د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي سېسټم له لارې د مالیه ورکوونکي د راتلونکو کلونو مخکینۍ ورکړې حساب کې شمېرل کېږي.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې د هېواد په ځینو ولایتونو کې هټۍوالو او کوچنیو کاروباریانو د مالیې له لوړوالي شکایت درلود.