-
بریتانوي کارګري اتحادیو له ایران سره د جګړې پر وړاندې د امریکا لپاره د بریتانیا د اډو د کارولو د اجازې د لغوه کولو غوښتنه وکړه
Aug 08, 2026 05:02پارس ټوډی ـ د بریتانیا ۱۰ کارګرو اتحادیو د دغه هېواد له لومړي وزیر «انډي برنهام» څخه غوښتنه کړې چې د ایران پر وړاندې د بریدونو لپاره امریکا ته د بریتانیا د پوځي اډو د کارولو اجازه لغوه کړي.
-
ایران له تیریګرو سره د ملګرتیا په اړه بریتانیا ته خبرداری ورکړ
Aug 01, 2026 06:19زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران پرضد د انګلستان کړچار د نه توجیه وړ وباله او له تیریګرو سره د هر ډول ملګرتیا په اړه یې لندن ته خبرداری ورکړ.
-
د بریتانیا د جګړې ضد غورځنګونو له حکومت غوښتي، د ایران پر ضد د یرغل ملاتړ ودروي
Jul 30, 2026 15:48پارس ټوډی – په بریتانیا کې یو شمېر جګړې ضد بنسټونو د انډي برنهام پر نوي جوړ شوي حکومت فشارونه زیات کړي او غوښتنه یې کړې چې لندن دې د ایران پر ضد د امریکا له پوځي یرغل څخه خپل ملاتړ ودروي او امریکا ته دې د خپلو پوځي اډو د کارولو اجازه هم لغوه کړي.
-
د بریتانیا له ۸۰ څخه ډېرو پارلماني غړو د صهیونیستي رژیم پر ضد د بندیزونو غوښتنه وکړه
Jul 27, 2026 12:18پارس ټوډی - د بریتانیا له ۸۰ څخه ډېرو پارلماني غړو د صهیونیستي رژیم پر ضد د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.
-
برېتانیا افغانستان ته د درېیو کلونو لپاره د هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډو مرستې اعلان وکړ
Jul 17, 2026 05:59د برېتانیا حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته ځانګړې کړي.
-
د ایران سفارت: د ایران د سمندري محاصرې ملاتړ له امریکا سره همکاري ګڼل کېږي
Jul 16, 2026 15:17په لندن کې د ایران سفارت ویلي، د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې هر ډول ملاتړ به د تهران پر وړاندې د دښمنانه اقدام په توګه وبلل شي.
-
برتانوي ځواکونو په افغانستان کې له بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی
Jul 14, 2026 15:37د بریتانیا یوې رسنۍ د هغو تورونو په اړه تازه راپور خپور کړی چې له مخې یې ویل کېږي، یو شمېر بریتانیايي سرتېرو په افغانستان کې د جګړې پر مهال له افغان بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی او حتی ځینې بندیان یې د تفریح او ټوقو لپاره له فورکلفټ (د کرېن په شان د وسایلو له جګوونکی ماشین) څخه غورځولي دي.
-
د ایران پر ضد د تورونو له امله د بریتانیا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو
Jul 09, 2026 13:27پارس ټوډی – د بریتانوي چارواکو له لوري د ایران پر ضد د بېبنسټه تورونو له تکرار وروسته، په تهران کې د بریتانیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
-
بریکس د ویجاړو شویو ځمکو د بیارغونې لپاره نوی پروګرام پیل کړی
Jun 23, 2026 13:13پارس ټوډی - د چاپېریال کارپوهانو د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د وچکالۍ او د وچو سیمو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او د بریکس هېوادونو ترمنځ یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
-
فرانسې د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې هرکلی وکړ
Jun 15, 2026 05:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» د ایران او د امریکا د موافقې په هرکلي سره د موافقې په کامل او چټک ډول د اجرا کولو غوښتنه وکړه.