-
سولې ته له یمن زیات عربستان او امارات اړتیا لري
May 05, 2023 08:21دا په داسې حال کې دي چې د ایران او عربستان ترمینځ د روغې جوړې په موافقې پسې زیاتره عرب هیوادونه هم په خود کې شوي دي ،څو پخپلو کې سره اختلافات ختم کړي او د روغې جوړې او دغه راز سوله ایزو خبرواترو ته مخه کړي او خپل مینځي اختلافات پخپلو کې سره حل کړي.
-
په عربستان باندې د یمن د اړوندوالي پړاو ختم شوی دی
Apr 24, 2023 06:23المسیره ټيلي ویژن راپور ورکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا سلاکار محمد طاهر انعم خپلو دښمانانو ته په تاوان رسولو کښې د یمن قدرت ته په اشارې سره ټینګار وکړ سعودي عربستان باید پوه شي چې په ریاض باندې د یمن د اړوندوالي پړاو نور پاې ته رسیدلی دی.
-
په یمن کې حالات د هراړخیزې سولې او آرامښت په لور ځي
Apr 23, 2023 07:25د یمن د ملی نجات حکومت دفاع وزیر د سعودي ائيتلاف او دهغو متحدانو ته خبرداری ورکړ،دمونږ توپې،ټوپک،توغندي او ډرونز تیار دي او باید پوهه شئ چې راتلونکي ډغره به هیڅکله هم د یمن په داخل کې نه وي ،بلکې د تیریګر ائيتلاف د خاورې په داخل کې به وي.
-
د عربستان اقدامات به د خبرو اترو د پرمختګ سبب شي
Apr 22, 2023 01:01المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل له سعودي ائتلاف سره د خبرو په بهیر کښې هر ډول پرمختګ د ریاض لخوا له عملي اقداماتو سره اړه لري.
-
ایران د تیر وخت په شان د یمن د ولس د حقونو ملاتړ کوي
Apr 22, 2023 00:15زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابرایم رئیسي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د تیر وخت په شان د یمن د خلکو د حقوقو او په خپل لاس د خلکو د برخلیک د ټاکلو لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي.
-
د عربستان ائتلاف د یمن د پیښې مسوول دی
Apr 21, 2023 01:27زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د لوړې انقلابي کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي د سعودي عربستان ائتلاف په صنعا کښې د ګڼې ګوڼې له کبله د یمن د یوشمیر کسانو د وژل کیدا او ژوبلیدا مسوول وباله.
-
امریکا د یمن د جنګ د بندیدا مخه نیسي
Apr 20, 2023 23:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط بیګا په دې خبرې سره چې امریکا هڅه کوي د یمن د سولې په بهیر کښې خنډ رامینځته کړي وویل واشنګټن نه غواړي چې په یمن کښې انساني مسائیل حل شي.
-
یمن کښې په ګڼې ګوڼې کښې نهه اویا کسان مړه شوي
Apr 20, 2023 01:52زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن په پلازمینې صنعا کښې په خلکو باندې د تاجرانو لخوا د پیسو د ویشل کیدا په وخت د ګڼې ګوڼې له کبله تراوسه نهه اویا کسان تر پښو لاندې کیدا سره مړه شوي دي او څه د پاسه سل نور ژوبل شوي دي.
-
د لویديځي آسیا د تیرې اونۍ په هینداره کې
Apr 16, 2023 10:55د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا د تیرې اونۍ دځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې په دغې سیمې کې د ځینو مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو، د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .
-
د یمن هیواد د جنګ د بندیانو تبادله ؛ د دغه هیواد په جنګ کښې مهم بدلون:ـ
Apr 15, 2023 11:33د یمن د خوشي شویو بندیانو لومړنۍ ډله د اپریل د میاشتې په څوارلسمه نیټه د صنعا هوايي ډګر ته ورسیدله.