په سرۀسمندر کې دوه نوره کشتۍ هم توغندیو لوو لپه وسوځولې
د یمن د وسلوال پوځ په وروستۍ اعلامی کې چې په همداوروستیو کې خپره شوې ده ، په سرۀسمندر کې د دوو کشتیو دټارګټ کولو خبر ورکړی چې و ئيل کیږي، یوه د امریکا او بله هم د انګلستان ده.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د یمن یوې پوځي سرچینې الجزیره ته وئيلي دي ، په سرۀسمندر کې د امریکایانو او انګریزانو دوې کشتۍ د یمن والو د توغندیو په شیشت کې راغلي او ښکار شوي دي.
دغې سرچینې زیاته کړې ده ، دیمن پوځ دغه دواړه کشتۍ په مستقیم ډول د توغندي خوراک کړي دي.
د راپور په اساس، د یمن د وسلوال ځواک ویندوي یحیی سریع دغه مهمه اعلامیه په همداوروستیو کې خپره کړې ده.
داپه داسې حال کې دي چې له دې لږ مخکې د انګلستان دسمندری تجارت ادارې اعلان کړی ؤ چې په سرۀسمندر کې ئې د یمن د الحدیده ولایت د لویدیځ په ۵۷میلو کې دیوې پیښې په باب راپور ترلاسه کړی دی.
د انګلستان آمبري سمندری امنتی شرکت هم وئيلي وو چې د انګریزانو یوه بار کشتۍ د ډرون په وسیله ټارګټ شوې ده.
داپه داسې حال کې دي چې المسیره ټيلیویژني چینل په همداوروستیو :ې په صعده ولایت باندې د امریکایانو او انګریزانو دهوائي حملې خبر ورکړی ؤ. دغو تیریګرو او وحشي صهیونیسټ رژیم ملاتړو جنایتکارو د دوشنبې په ورځ هم په الحدیده ولایت کې پر څو سیمو بمبارئ کړې دي.
داپه داسې حال کې دي چې د یمن پوځ بیا هم ټينګار کړی دی ، چې په عدن سمندر او سرۀسمندر کې به د صهیونیسټي رژيم په لور تلونکي او راتلونکي کشتۍ په نښه کړي او له دوي پرته بل دهیچا لپاره کومه خطره نه لري.