-
په ميدان وردګو ولايت کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه او ۴۰ نور تری تم شوي
Jul 23, 2023 09:31د افغانستان د میدان وردګو ولایت پېښو ته د رسېدنې چارو مشر مولوي فيض الله جلال ویلي، چې تېره شپه د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سختو اورښتو له امله سېلابونه راوتلي دي. بشپړ معلومات زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
ننګرهار کې د انترکلب تر نامه لاندې د کرېکټ سیالۍ پېل شوې
Jul 23, 2023 07:59په دې سیالیو کې د کرکت دوه کم پنځوس سیمه ایزې لوبډلې برخه لري. د نورو جزئیاتو لپاره زموږ د همکار محمد آصف شینواري راپور واورئ
-
کونړ کې ځایي خلک د روغتیایي اسانتیاوو له نه شتونه سر ټکوي
Jul 23, 2023 07:56ځایي چارواکي هم د روغتیا په برخه کې موجودي ستونزې مني خو وایي چې د حل لپاره یې مټې رابډ وهلي دي. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
په زابل ولايت کې د تېر په پرتله روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی
Jul 23, 2023 07:38د افغانستان د زابل ولایت دعامې روغتيا رياست چارواکو خبر ورکړی چي په دې ولايت کې د پخوا په پرتله روغتيايي خدمتونه ښه شوي. نور حال زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
-
د افغانستان په ځينو ولايتونو کي په راتلونکو ۳ ورځو کې د سېلابونو اټکل شوی
Jul 23, 2023 12:10د اوبو او برښنا وزارت د افغانستان د سينديزو حوزو په ځينو سيمو کې د زمري د مياشتي له لومړۍ تر درېیمې نېټي د اوبو د کچي لوړوالي او د سېلابونو اټکل کړی. دغه وزارت خبر ورکړی چي د هلمند او کابل په حوزو کې د ناڅاپي اورښتونو له امله د سېلابونو ډېر اټکل شوی دی. نور حال زموږ د همکار نعمت الله په راپور کې واورئ
-
د ایران د هوائي ځواک د فداییان حریم ولایت نومې مانوره نن شپه پیلیږي
Jul 23, 2023 10:47د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دهوائي ځواک قوماندان ووئيل،د فداییان حریم ولایت هوائي اقتدار یولسمه مانوره،د هوائي ځ واک د ټولو کنډکونو په ګډون سره نن شپه پیلیږي.
-
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د ازبیکستان له سفير سره لیدلي
Jul 23, 2023 12:48د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شیرمحمد عباس ستانکزی د ازبکستان له سفير خواجه شادمانوف سره په کابل کې لیدلي او د دواړو لورو د اړيکو په پراختيا په اړه یې خبرې اترې وکړي.
-
د محرم شپو ورځو د امنیت په موخه کابل کې ۱۳ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي
Jul 23, 2023 08:23د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کړې.
-
د کابل والي د دې ولایت له یوشمېر تکیه خونو څخه لیدنه وکړه
Jul 23, 2023 08:14د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد او د دې ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال مولوي ابراهیم د محرم په میاشت کې د کابل ښار له یو شمېر تکيه خانو څخه لیدنه وکړه.
-
د نړۍ د مسلمانانوعقیدو ته سیپکاوی بې لګښته ندې
Jul 22, 2023 10:10قالیباف ټینګار وکړ د نړۍ د مسلمانانو د عقایدو سپکاوی او د احساساتو داغي کول بی لګښته ندي او د سویډ دولت باید د دغو سپکاویو ځواب ووایی .