د نړۍ د مسلمانانوعقیدو ته سیپکاوی بې لګښته ندې
قالیباف ټینګار وکړ د نړۍ د مسلمانانو د عقایدو سپکاوی او د احساساتو داغي کول بی لګښته ندي او د سویډ دولت باید د دغو سپکاویو ځواب ووایی .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلیمان د څرګندې غونډې په پیل کې زیاته کړه د سویډ دولت د قران کریم له سپکاوی سره د مخالفت په اړه په خپله ادعا کې ریښتونې ندې او د دغه ډول اقداماتو د مخنیوی لپاره یې هیڅ اغیزمن حقوقی اقدام ندې ترسره کړی .
قالیباف ټینګار وکړ د نړۍ د مسلمانانو د عقایدو سپکاوی او د احساساتو داغي کول بی لګښته ندي او د سویډ دولت باید د دغو سپکاویو ځواب ووایی .
ده زیاته کړه د دغه سپکونکی اقدام په اعتراض کی د ایرانی ملت پرونی مظاهرې او اعتراضونه ضروری او د مسولیت پیژندلو له امله وو .
د ټول اسلامي ایران دجمعې لمانځه ترسره کونکو د لاریونونو په ترسره کولو سره په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند.
د «سلوان مومیکا» په نوم یوه سرزوري کس د تیرې جون میاشتې په اتویشتمه نیټه په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی کړی او وړمه ورځ یې هم د دوهم ځل لپاره د پولیسو په اجازې سره د قران مجید سپکاوی وکړ.
د ایران مظاهره چیانو د شعارونو په ورکولو سره قران مجید ته له سپکاوي کرکه څرګنده کړه. د ایران مظاهره چیانو دغه راز غوښتنه وکړه چې د ایران خارجه وزارت د نورو اسلامي هیوادونو په ملګرتیا سره له سویډن سره په خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو کښې بیا کتنه وکړي.