پاکستان د افغانستان تحصیلي اسناد نور نه مني
Aug 28, 2026 06:28 Asia/Kabul
پاکستان اعلان کړی چې د افغانستان د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو لهخوا صادر شوي اسناد به نور په دغه هېواد کې په مستقیم ډول په رسمیت ونه پېژندل شي.
د پاکستان د فدرال ښوونې او روزنې وزارت ویلي، دغه اسناد به د استخدام او دندو لپاره اعتبار ونه لري.
هغه افغانان چې مخکې یې په افغانستان کې لوړې زدهکړې بشپړې کړې دي، کولی شي د رسمي ازموینې او ارزونې له بهیر وروسته د خپلو اسنادو د معادل سند غوښتنه وکړي.
د پاکستان د لوړو زدهکړو کمېسیون ته سپارښتنه شوې چې د دې ارزونې او ازموینې میکانیزم د سپټمبر تر نیمایي چمتو کړي. د موجوده اسنادو لپاره د معادل سند غوښتنلیکونو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال جون ټاکل شوې ده.
ټیګونه