-
په افغانستان کې سږکال څه باندې ۱۵۸ زره متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي
Feb 07, 2026 09:08د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې، روان کال په ټول هېواد کې له څه باندې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکې څخه ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي.
-
هند او افغانستان په اسلام اباد کې برید وغانده او د پاکستان تورونه یې رد کړل
Feb 07, 2026 08:47هند او افغانستان د جمعې په ورځ د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په خدیجة الکبری جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال ځانمرګی برید وغانده او په هغه کې د لاس لرلو تورونه رد یې کړل
-
پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګرۍ موافقه لاسلیک کړه
Feb 06, 2026 02:34پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.
-
په بیجینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک په اړه خبرې کړي
Feb 06, 2026 02:31د طالبانو حکومت په واخان کې د چین تر پولې د سړک جوړولو چارو ته د دوام ورکولو ترڅنګ هڅه کوي چې چینايي چارواکو ته هم قناعت ورکړي چې له خپل لوري د دې سړک چارې پرمخ یوسي.
-
درانی: په بلوچستان کې تاوتریخوالی اندېښمنوونکی دی او حکومت دې د خلکو خوندیتوب ډاډمن کړي
Feb 06, 2026 02:28د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې په بلوچستان کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او دولت هم مسئولیت او هم حق لري چې له خپلو اوسېدونکو ساتنه وکړي او نظم ټينګ کړي.
-
په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
Feb 06, 2026 02:23په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمېرې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.
-
په خوست کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله درې ښځې مړې شوې دي
Feb 06, 2026 02:09په خوست کې ځايي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې د ګاز ډبې د چاودنې په پایله کې درې ښځې مړې شوې او یو ځوان ټپي شوی دی.
-
د ترکیې او قطر له بهرنیو چارو وزیرانو سره د عراقچي ټلفوني خبرې
Feb 04, 2026 03:45د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني، پرون ماښام په یوه ټلفوني تماس کې د سیمې د وروستیو پیښو په اړه خبرې وکړې او نظرونه یې تبادله کړل.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي نښو د نوي کولو لړۍ پیلېږي
Feb 02, 2026 10:48په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه خبرې کړې دي.
-
په بلوچستان کې د «فتنهالهندستان» پر ۱۲ ځایونو بریدونه ناکام شول، ۵۸ ترهګر هلاکت شوی
Jan 31, 2026 12:43په دغو نښتو کې ۱۰ امنیتی ماموران د وطن د دفاع په لاره کې شهیدان شول، او ۵۸ ترهګر هم هلاک شوي دي .په تیرو دوو ورځو کې امنیتی مامورانو او پولیسو په ګډو عملیاتو کې له ۹۹ څخه ډېر ترهګر هلاک شوي دي.