-
۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري
Mar 24, 2024 02:07د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د اوبو د کمښت مسله ارزولې او ویلي چې، د دغه هېواد ۷۹ سلنه خلک په کافي اندازه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
-
په روسیه کې ماتم او د وژل شویو شمېر هم ۱۳۳ کسانو ته ورسېد
Mar 24, 2024 01:49د راپورونو په حواله، د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه په یوه مرکزي تالار کې د داعش ډلې د برید له امله، د وژل شویو شمېر ۱۳۳ کسانو ته رسېدلی دی.
-
ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی
Mar 24, 2024 01:39د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندهار په لومړۍ ناحیه ځانمرګی برید غندلی دی. دغې شورا جمعه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.
-
پاکستان له افغانستان سره وسله واله شخړه نه غواړي
Mar 22, 2024 02:50زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې اسلام اباد له ګاونډي هیواد افغانستان سره وسله واله شخړه نه غواړي او زیاته یې کړه چې له زور څخه کار اخیستل اخري انتخاب دی او مونږ له افغانستان سره وسله واله جګړه نه غواړو.
-
که پر پاکستان بل برید وشو، زموږ ځواکونه پر افغانستان برید ته چمتو دي
Mar 21, 2024 04:40د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی، د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د بریدونو دوام «موږ اړ باسي، چې خپل ځواکونه د افغانستان خاورې ته ور دننه کړو. »
-
د نجونو پر زدهکړو بندیز د توجیه وړ نه، بلکې له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده
Mar 21, 2024 04:32د بښنې نړیوال سازمان وایي:« په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منعه شوې دي. دا د توجیه وړ نه ده او د زدهکړې لپاره له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
-
د افغانستان پر ځینو سیمو د پاکستان بریدونه
Mar 19, 2024 12:27د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان پر ځینو سیمو بمبارۍ، د دواړو غاړو تر منځ په اړیکو کې ترینګلتیا زیاته کړې، چې له امله یې افغان طالبانو هم د پاکستان پر سرحدي سیمو ځوابي بریدونه وکړل.
-
پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي
Mar 19, 2024 10:30د افغلانستان د طالبانو ویاد ذبیح الله مجاهد وايي چې، پر خوست او پکتیکا د پاکستان دا ډول غیر سنجیده کړنې او بریدونونه به ناوړه او بدې پایلې ولري.
-
د لګښتونو د مخنیوي په موخه د پاکستاني چارواکو سفرونه محدود شوي
Mar 19, 2024 10:11د پاکستان د نوي حکومت کابینې په تازه پرېکړې کې د وزيرانو او حکومتي چارواکو لپاره د بهرني تګ راتګ پالېسي اعلان کړې، چې له مخې یې چارواکي نه شي کولای چې په پنځه ستوریزو هوټلونو کې پاتې شي او له ځانه سره اضافه مرستندویه کارکوونکي ولري.
-
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
Mar 17, 2024 02:13د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر تسهیلاتو او د سوداګرۍ اسانتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.