روسیه په افغانستان کې د سولې دپیاوتیا لپاره ژمنه ده
د روسیې د مشرانو جرکې مشرې چې د پاکستان په سفر تللې ، ددغه هیواد په پارلیمان کې پخپلې وینا کې روښانه کړې ده ،ماسکو په افغانستان کې د سولې د پیاوړتیا لپاره هماغه راز پابنده ده
تسنیم خبری آژانس رآپور ورکړی ، د روسیې د مشرانو جرګې مشرې میرمن والنتینا ماتوینکو په خپلې وینا کې ووئیل ،ماسکو او اسلام اباد باید د امنیتی مسئلو به باب خپل متقابل درک وساتي . هغې ووئيل، ډاډمنه یم چې د نړۍ د ثبات او امنیتی مسئلو،په فضا کې د وسلو ددیره کولو دمخنیوی،د بیالوجیکي ،کیمیکل او زهرجنو وسلو دممنوعیت،د غیر قانونی بندیزونو د نه منلو او دغه راز د بشری حقوقو په خبرواترو کې د سیاسی چارو نه منلو په باب به مونږ خپل متقابل درک وساتو.
ماتوینکو ټينګار وکړ، ماسکو په افغانستان کې د سولې د پياوړتیا لپاره هماغه راز ژمنه ده او په دې باب به خپلې ټوله هڅې وکاروي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم څه موده مخکې له روسي رسندویو سره په یوې مرکې کې وئیلی وو، د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د رژيم د په رسمیت له نه پیژندلو سره سره ، روسیه له کابل سره دوستانه اړیکې لري چې زیاتره پر اقتاصدي ملګرتیاؤ متمرکزې دي. هغه ټینګار کړی دی د افغانستان له طالبانو سره سیاسی اړیکې دوام لري ،البته په هرحال په رسمیّت پيژندنې ته ځیني دودیز حقوق او اړتیاوې وجود لري . زما له شخصي نظره ددغې مسئلې حل ته لاس رسی ممکن دی .