-
د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته د سلواغې په ۲۹ مه ترسره کېږي
Jan 26, 2024 02:34د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوتریش د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب کوي.
-
ټي ټي پي په افغانستان کې نشته
Jan 26, 2024 02:19طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.
-
د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی
Jan 26, 2024 02:07د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».
-
له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو
Jan 26, 2024 01:35په پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له ډېرېدو سره همماله، پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي ډاډ ورکړی چې پر ټاکنیزو غونډو او ګډونوالو برید نه کوي.
-
افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري
Jan 25, 2024 02:38پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.
-
د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته
Jan 25, 2024 02:09د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
-
د پاکستان او د افغانستان ځواکونو سرحدي جګړه وکړه
Jan 21, 2024 00:59«اوا« خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان سرحدي ځواکونو او د طالبانو عسکرو د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمه کښې نښته وکړه.
-
جماعت الاحرار د ټي ټي پي مشر د پاکستان له پوځ سره په ملګرتیاتورن کړ
Jan 18, 2024 11:06له ټي ټي ټي ترهه ګرۍ ډ لې څخه جلا شوي ډلګئ جماعت الاحرارپه اعلامیې کې وئيلي دي ، د ټي ټي پي مشر نور ولی محسودد پاکستان دپوځ له استخباراتي ادارې آئي ایس آئي سره په ملګرتیا کې عمر خالد خراساني وژلی دی .
-
له پاکستان سره د افغانستان د پولې د تړل کیدا په باب افغان طالبانو سخت خبرداری ورکړ
Jan 18, 2024 09:28د افغانستان د طالبانو حکومت اعلان کړی که د پاکستان له حکومت سره د پولې په اړه په خبرواترو کې کومې موافقې ته ونه رسیږي، نو ددواړو هیوادونو پولې به د همیشه لپاره وتړي.
-
د سیمې سوله اوثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلي دي
Jan 17, 2024 03:00د افغانستان په چارو کې د ایران د ولمسشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د پاستنان له لوړپوړو چارواکو سره په کتنې کې ټینګار وکړ،دسیمې سوله اوثبات ، په افغانستان کې له سولې او اثبات سره اړونده دی او هغه څه چې ددغې سولې له ټينګیدا سره مرسته کولی شي، د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو په چورلیز توب سره سیمه ایز نوښتونه دي .