د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145282-د_يوه_پاکستاني_ژوند_تر_ټول_افغانستان_مهم_دی
د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».
(last modified 2024-01-25T21:40:38+00:00 )
Jan 26, 2024 02:07 Asia/Kabul
  • د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی

د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».

د ايکسپریس ټریبیون له راپور سره سم، منير دا څرګندونې د سلواغې په څلورمه د پاکستان د دولتي پوهنتونونو له زده کړیالانو سره په درې ساعته غونډه کې کړې دي.

ده ويلي: «کله چې خبره د هر پاکستاني د امنيت په اړه کېږي، کولای شو پر ټول افغانستان لعنت ووايو.»

منير زياته کړې، چې پاکستان له ۵۰ کلونو راهيسې د پنځو ميليونه افغان وګړو خوراکي توکي برابر کړي، خو «کله چې خبره زموږ اولادونو په اړه کېږي، نو موږ به هغه کسان تعقيب کړو چې پر دوی بريد کوي».

ده ويلي، چې له ډېر پخوا څخه افغانستان په بلوچستان کې د بغاوت ملاتړ کوي او «لوېديځ ګاونډي هېڅکله هم له پاکستان سره دوستي نه ده ښودلې».

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان يوازينی هېواد و چې د پاکستان تر خپلواکۍ وروسته يې په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد له منلو سره مخالفت کړی وو.

د پاکستان د پوځ لوی درستيز طالبانو ته هم خبرداری ورکړی: «پاکستان ته مه ګورئ. موږ چمتو يو، هر څه او هر څه قرباني کړو.»

د پاکستان د پوځ قومندان له نوي ډيلي سره هم د اسلام آباد د اړيکو په اړه څرګندونې کړي او ويلي چې «هند د پاکستان له مفهوم سره سوله نه ده کړې، نو څرنګه کولای شو سوله ورسره وکړو».

منیر سره له دې چې ټينګار کړی چې هېچاته به اجازه نه ورکوي چې د پاکستان حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا تر پښو لاندې کړي، په عين حال کې يې ويلي: «تاسو نه شئ کولای موږ په خنجر ووهئ او که داسې وکړئ، نو مناسب ځواب به تر لاسه کړئ.»