-
د ترکیې خارجه وزیر له سوريي همڅنګ سره کتنه کوي
Jan 01, 2023 02:27زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو ادعا وکړه چې د روسیې له خارجه وزیر سرګي لاوروف سره مو په تماس کښې فیصله کړي ده چې د سوریې او د ترکیې د چارواکو ترمنځ یوه غونډه جوړه کړو کومه به چې احتمالا د جنورۍ د میاشتې په نیمايي کښې ترسره شي.
-
دنیجریه پوځ په هوائي بمباریو کې کابو دوه سوه ترهه ګرهلاک کړل
Dec 25, 2022 09:13نیجریه په وروستیو کلونو کې د خونړیو حملو کتونکي ده.دغه حملې د نیجریه له شماله پیل شوي او وروسته د نیجریه نورو سیمو ته هم غزیدلي دي.
-
پاکستان کښې ترهګرو څلور پولیس وژلي دي
Dec 18, 2022 09:49زمونږ خبریال راپور راکړی وسله والو ترهګرو نن سهار وختي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت سیمه کښې د بورګي( Burgi ) پولیسو په مرکز باندې حمله وکړه چې له کبله یې څلور پولیس ووژل شول او څو نور ژوبل شول.
-
د پاکستان او د افغانستان عسکرو بیا جګړه کړي ده
Dec 15, 2022 12:39شفقنا خبري اژانس وايي د پاکستان او د افغانستان سرحدي ځواکونو یوځل بیا په سپین بولدک چمن سرحدي لاره کښې جګړه وکړه.
-
چین له افغانستانه د خپلو ښاریزو د وتلو غوښتنه وکړه
Dec 14, 2022 01:26صدای افغان خبري اژانس وايي په کابل کښې د چین د ښاریزو په هستوګنه هوټل باندې له ترهګرې حملې وروسته د دغه هیواد خارجه وزارت له خپلو ښاریزو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.
-
د افغانستان طالبان باید د نړۍ د هیوادونو غوښتنې ومني
Dec 14, 2022 01:13زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د وروستیو سرحدي جنګونو په شننه کښې وویل د طالبانو حکومت په نړیواله سویه په رسمیت د پیژندلو لپاره باید د نړۍ د هیوادونو غوښتنو ته پام وکړي.
-
ایران او روسیې د ملګرتیا دوه سندونه لاسلیک کړل
Dec 14, 2022 00:57ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د لوی څارنوال حجت السلام و المسلمین محمد جعفر منتظري او د روسیې فیډراسیون د لوی څارنوال ایګور کراسنوف ترمینځ د قضايي او د حقوقي ملګرتیا دوه سندونه لاسلیک شول.
-
د اهل سنتو د عالم عبدالواحد د ټرور شاته کوم عوامل دي؟ شناندي ډاکټر علي واحدي او مولانا هلال حسین داسې نظرونه لري.
Dec 11, 2022 12:06د ایران د اهل سنتو د عالم عبدالواحد ریګي د ټرور شاته کوم عوامل دي؟ سیاسي شناندي ډاکټر علي واحدي او مولانا هلال حسین داسې نظرونه لري.
-
مولوي عبدالواحد د دښمانانو دسیسې شنډولې
Dec 11, 2022 08:19زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په یوه پیغام کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د خاش ولسوالۍ د امام حسین علیه السلام د جومات د خطیب مولوي عبدالواحد ریګي د شهادت په تسلیت ویلو سره وویل مولوي عبدالواحد ریګي د دښمانانو تفرقه اچونکي دسیسې شنډولې.
-
په ایران اسلامي جمهوریت کښې د مولوي عبدالواحد ټرور؛ اړخونه او هدفونه:-
Dec 10, 2022 13:03د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د تامین شورا د دسمبر د میاشتې په نهمه نیټه د خاش ولسوالۍ د امام حسین علیه السلام د جومات د جمعې امام او د اهل سنتو د یوه عالم مولانا عبدالواحد ریګي د ټرور او د شهادت خبر ورکړ.