د افغانستان خاوره د هیڅ چا پرضد نه کارول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129410-د_افغانستان_خاوره_د_هیڅ_چا_پرضد_نه_کارول_کیږي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان چارواکو د قزاقستان له سفیر سره په کتنه کښې ژمنه وکړه چې د افغانستان له خاورې هیڅ هیواد ته ګواښ نه کیږي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 13, 2023 10:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان خاوره د هیڅ چا پرضد نه کارول کیږي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان چارواکو د قزاقستان له سفیر سره په کتنه کښې ژمنه وکړه چې د افغانستان له خاورې هیڅ هیواد ته ګواښ نه کیږي.

طالبان د دوه زره یویشتم میلادي کال له اګست میاشتې راهسې تر نن ورځې پورې نورو هیوادونو په تیره بیا د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته ژمنه ورکوي چې ترهګرو ته به اجازه ورنکړي د دغه هیواد له خاورې نورو هیوادونو ته ګواښ وکړي.

خو پاکستان تل ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله د افغانستان په خاوره کښې ترهګر عملیات پلانوي او هدایتوي.

د افغانستان د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن په کابل کښې د قزاقستان  له سفیر علیم خان یاسین ګلیدیوف سره په کتنې کښې وویل طالبان به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې کوم هیواد ته ګواښ وشي.

د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل وویل په دغه کتنې کښې د افغانستان او د قزاقستان  ترمینځ د بیلابیلو سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي او د کلتوري مسائیلو په هکله د نظر تبادله وشوه.